د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

غني: خپله د فساد ضد مبارزې د ادارو ډېرېدو فساد ته لاره هواره کړې


افغان ولسمشر محمد اشرف غني په حکومتي ادارو په ځانګړي ډول په امنیتي سکټور کې له فساد سره پر مبارزې یو وار بیا ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې دې برخه کې لاسته راوړنې د قناعت وړ نه‎دي.

ښاغلي غني چې د دوشنبې په ورځ‌يې کابل کې د فساد پر وړاندې د اروپايي ټولنې درېیم کلني کنفرانس ته خبرې کولې وویل، د فساد پر وړاندې د مبارزې د ادارو ډېرېدل او ترمنځ‌يې نه‌همغږۍ فساد ته لاره هواره کړې ده.

دی وايي چې دې برخه کې میلیاردونه ډالر تخنیکي مرسته په هغو کسانو مصرف شوه چې د اداري فساد د له‎منځه وړلو پیاوړې اراده‌يې نه‌درلوده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

نوموړی وايي:

"د فساد پر ضد د زیاتو ادارو رامنځته کېدل دې برخه کې د ناسمې ستراتیژۍ نتیجه ده چې دا د نه‌همغږۍ لامل هم کېدای شي، موږ باید دا جرأت ولرو چې شرایطو ته په کتو سره په دې برخه کې همغږي رامنځته کړو، دې برخه کې میلیاردونه ډالره تخینکي مرستې ضایع شوې او په هغو کسانو ووېشل شوې چې دوی د فساد پر وړاندې د مبارزې ټینګه اراده نه‌درلوده، نو کله چې دا پیسې په داسې کسانو مصرفېږي دوی يې ولې پروا وکړي؟"

ښاغلي غني له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د فساد پر وړاندې د مبارزې برخه کې د همغږۍ د رامنځته کولو لپاره هلې ځلې وکړي.

محمد اشرف غني وویل چې د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کې زیات فساد موجود دی چې د له‎منځه وړلو لپاره‌یې باید اقدام وشي.

ده دا هم وویل چې ادارو کې د فساد د مخنیوي لپاره‌یې تر اوسه د تدارکاتو کمېټې ۹۰۰ تړونونه څېړلي دي.

ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د شفافیت نړیوال سازمان د ۲۰۱۶ میلادي کال په راپور کې ویلي وو چې افغانستان د فساد پر وړاندې مبارزه کې پرمختګ کړی دی.

د دې راپور له مخې اوس‌مهال افغانستان د نړۍ ١٦٩ فاسد هېواد دی چې د ۲۰۱۵ کال په پرتله پنځه درجې ښه شوی دی.

که څه هم افغان حکومت له نړیوالو سره د مرستو په بدل کې په دولتي ادارو کې د فساد د له‎منځه وړلو کلکه ژمنه کړې خو د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ وايي چې افغان حکومت دې برخه کې په کړو ژمنو بشپړ عمل نه‎دی کړی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له نړیوالو په ځانګړي توګه له اروپايي ټولنې وغوښتل چې له افغانستانه د انتقال شویو تورو پیسو په بېرته راګرځولو کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې د فساد له‎منځه وړل‌یې له لومړیتوبونو څخه دي، خو بشپړ له‎منځه وړل‌یې له ۱۰ تر ۲۰ کلونو پورې وخت ته اړتیا لري.

که څه هم افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي فرانس مایکل مېلېبن په یاد کنفرانس کې د فساد په شتون اندېښنه وښوده خو ټینګار يې وکړ چې دې برخه کې به له افغان حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازی فرانس مایکل مېلېبن
افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازی فرانس مایکل مېلېبن

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې حکومت د اداري فساد د له‎منځه وړلو لپاره قوي اراده نه‎لري.

له دې ډلې سید قیاس سیدي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته په دې اړه وویل:

"اصلاً اراده ډېره مهمه ده خو افغانستان کې چې هر څه موږ ګورو او څارو يې هغه یوازې شعار دی او شعار چې کله وي او عمل نه‌وي نو دا مبارزې نتیجه نه‌ورکوي، ځکه چې دلته د مکافاتو او مجازاتو قانون نه‌شته، غل هم چیغې وهي چې غل ونیسئ او کور والا هم وایي چې غل ونیسئ."

ښاغلی سیدي وايي چې د فساد پر وړاندې د نویو ادارو رامنځته کول د ستونزو د ډېرېدو لامل ګرځي.

ده له حکومته غوښتنه وکړه چې د مکافاتو او مجازاتو اصل ته په کتو دې د اداري فساد په وړاندې جدي مبارزه وکړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG