د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۲

غني: هرڅوک چې پر افغان چارواکو د داعش د ملاتړ ادعا لري، ثبوت دې کړي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هرڅوک چې پر افغان چارواکو د داعش د ملاتړ ادعا لري، په اثبات دې ورسوي او که نه نو، څادر دې په سر کړي.

له داعش نه د ځینو افغان چارواکو د ملاتړ د ادعاوو په غبرګون افغان ولسمشر وايي، هغه کسان چې دا ډول ادعاوې کوي باید ثابته یې کړي.

ښاغلي غني د شنبې په ورځ د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۱۱ مه په کابل کې له کورنیو چارو وزارت نه دفاع وزارت ته د سرحدي ځواکونو د قوماندې او مسؤلیت د لېږد په مراسمو کې په خورا تنده لهجه وویل، که څوک په دې برخه کې خپله ادعا نه شي ثابتولای، څادر دې پر سر کړي.

افغان سرحدي سرتېري
افغان سرحدي سرتېري

ښاغلي غني وویل:

"هرڅوک چې ادعا لري چې د حکومت کوم لوړ پوړی، منځپوړی چارواکی او یا نور له داعش سره شامل دي، باید دا جرئت وکړي چې محکمې ته راشي او خپله ادعا ثابته کړي، که نه څادر دې پر سر کړي."

د ښاغلي غني په وینا، د افغانستان امنیتي ټیم، ده، افغان ولس او د افغان ځواکونو هر افسر ته د اعتماد وړ دی.

افغان ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې ورستیو کې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړو ادعا کړې چې ځيني لوړپوړي حکومتي چارواکي له داعش ډلې ملاتړ کوي.

که څه هم پرافغان چارواکو دا ډول انتقادونه تازه نه دي، خو په دې ورستیو کې د ولسي جرګې غړي حمیدزي لالي ادعا کړې چې د ملي امنیت عمومي رئیس له داعش نه ملاتړ کوي او دی اسناد هم لري.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن یادو مراسمو ته په خبرو کې وویل چې افغان ځواکونه د بشریت په استازیتوب له نړیوال ترورېزم سره جګړه مخ ته وړي.

جان نیکلسن
جان نیکلسن

نوموړي زیاته کړه:

"تاسو د افغانانو او په واقعیت کې د ټول انسانیت په استازتیوب له ترورېزم سره جګړه کوئ، موږ ستاسو مېړانه او شهامت ستایوو او د قربانیو مو درناوی کوو ، د شهیدانو لپاره مو دعا کوو او تاسو زموږ او د ټولې نړیوالې ټولنې د احترام وړ یاستئ."

ښاغلي نیکلسن دغه شان وویل، افغان ځواکونو په تېرو۲۰ میاشتو کې ښې لاسته راوړنې درلودې، خو په خبره یې په لیکو کې یې، د فساد پر وړاندې مبارزه حتمي ده.

نوموړي ډاډ ورکړ چې نړیواله ټولنه به تر اوږده مهاله د ترورېزم پر وړاندې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

محمد حدیث پردیس

XS
SM
MD
LG