د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۴

د کورنیو چارو وزارت یو مقام د بډې اخیستنې په تور محاکمه کېږي


د افغانستان لوی څارنوالي وايي، د کورنیو چارو وزارت یو لوړرتبه پوځي چارواکی نن د بډې اخیستلو په تور په علني ډول محاکمه کېږي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د کورنیو چارو وزارت دا مقام چې هغه‌يې نوم یاد نه‎کړ د یو لک او پنځوس زره ډالرو بډې په اخیستلو تورن دی.

نوموړی وايي:

"موږ به په علني ډول د دې قضيې د محاکمې شاهد ووسو. هیله‌مند یو چې د دې قضيې په اړه به قانوني او شرعي پرېکړه وشي."

د عدلي او مالي فساد پر ضد د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز له‎خوا د کورنیو چارو د وزارت یو لوړرتبه مقام په داسې وخت کې په علني ډول محاکمه کېږي چې د ولسمشر غني د حکم له مخې د دې وزارت درې پخواني مرستیالان په تړونونو کې د شفافیت د معلومولو اړوند موضوع کې لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

لویې څارنوالۍ د کورنیو چارو وزارت دا پخواني مرستیالان د پلټنو تر بشپړېدو له هېواده ممنوع‌الخروج اعلان کړي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند ټینګار کوي چې په مالي او اداري فساد تورن له هر شخصه به پرته له دې چې هغه څوک دی او په کوم موقعیت کې دی پلټنه کېږي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي

ښاغلی رسولي وايي:

"موږ د اداري فساد پر وړاندې مبارزې ته ژمن یو، هر شخص چې اداري فساد وکړي له دې نه په صرف نظر چې هغه په کوم موقف او موقعیت کې دی، د قانون د احکامو په رڼا کې به‌يې پر وړاندې چلند کېږي."

د اداري او مالي فساد پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د ځانګړې څارنوالۍ له‎خوا په فساد د تورنو چارواکو د علني محاکمو خبره په داسې وخت کې کېږي چې د ولسي جرګي غړي او د حقونو یو شمېر بنسټونه پر عدلي او قضايي ځواک انتقاد کوي چې په فساد تورن لوړپوړي چارواکي نه بلکې هغه کسان محاکمه کوي چې جرم‌يې وړوکی او مؤقف‌يې کمزوری وي.

XS
SM
MD
LG