د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

فخري: فساد ضد مبارزه کې دې رهبرۍ کې واحده پالیسي رامنځته شي


د اداري فساد په وړاندې د مبارزې عالي اداره سیاسي او قومي مصلحتونه په هېواد کې له اداري فساد سره د مبارزې په وړاندې لویه ننګونه بولي.

د دغې ادارې رئیس سید حسین فخري د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، سره له دې چې له فساد سره د مبارزې برخه کې ځینې اقدامات ترسره شوي خو په وینا یې، تر کومه چې په سیاسي رهبرۍ کې یوه واحده پالیسي رامنځ ته نه‎شي دا مبارزه به نتیجه ورنه‎کړي.

د اداري فساد په وړاندې د مبارزې عالي ادارې رئیس سید حسین فخري
د اداري فساد په وړاندې د مبارزې عالي ادارې رئیس سید حسین فخري

ښاغلي فخري زیاته کړه:

"له اداري فساد سره د مبارزې د بریاليتوب لپاره موږ د لوړ رتبه دولتي چارواکو ترمنځ یوې واحدې پالیسۍ او سیاست ته اړتیا لرو، له فساد سره د مبارزې برخه کې د نظرونو اختلاف دا مبارزه له ستونزو سره مخ کوي."

خو د حکومت مشرانو ژمنه کړې چې له فساد سره به جدي او عملي مبارزه کوي.

ښاغلي فخري همدارنګه د موازي ادارو موجودیت او د جګړې دوام له فساد سره د مبارزې په وړاندې ستر خنډونه یاد کړل.

خو اوس پوښتنه دا ده چې د اداري فساد مهم لاملونه څه دي؟

د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د عالي ادارې د چارواکو په اند د ادارې فساد قضیو ته نه رسېدنه، په ادارو کې د شایسته سالارۍ اصل ته نه پاملرنه، د مافیایې ډلو حضور، اقتصادي ستونزې، سیاسي او قومي بحثونه په لوړه کچه د اداري فساد مهم عوامل دي.

خو له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وایي چې دوی د اداري فساد لویې دوسیې تر کار لاندې لري.

اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند جمشید رسولي
اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند جمشید رسولي

د دغه مرکز ویاند جمشید رسولي په‎دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"کله چې موږ د اداري فساد درنو جرمونو نه خبرې کوو دا په‎دې معنی ده چې په‎دې مرکز کې د حکومت د لوړ پوړو اشخاصو قضیې څېړل کېږي او فساد قضیو ته رسېدنه کېږي."

سره له دې چې افغان حکومت له فساد سره د جدي مبارزې خبره کوي خو یو شمېر افغان کارپوهان په‎دې باور دي چې افغان حکومت باید له فساد سره مبارزه په عمل کې ثابته کړي.

د چارو کارپوه بشیر بېژن وایي، په فساد کې ښکیل کسان د حکومت په دننه کې نفوذ لري او دا مسئله د دې لامل شوې چې حکومت له فساد سره په مبارزه کې پاتې راغلی.

تر دې وړاندې د ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړي استازي هم ویلي چې یو شمېر لوړ پوړي چارواکي په سترو قراردادونو کې ښکېل دي او دې موضوع فساد ته لاره هواره کړې ده.

خو افغان کتونکي وایي، تر کومه چې له فساد سره مبارزه له لوړو پوړو چارواکو پيل نه‎شي له ټيټه کچې به یې پیل بې نتیجې وي.

ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG