د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۵۰

خبرونه

رسولي: لویه څارنوالي د ولسمشر د حکم عملي کېدو ته ژمن ده

د افغانستان د لویې څارنوالۍ مسؤلین وايي، د ولسمشر د هغه حکم عملي کېدو ته ژمن دي چې په کورنیو چارو وزارت کې یې د درغلیو د څېړنو غوښتنه کړې ده.

د دغه ادارې ویاند جمشید رسولي نن ازادي راډیو ته وویل چې د لویې څارنوالۍ ټیم پر دې موضوع کار پیل کړی څو معلومه کړي چې په تېرو کلونو کې چا او په کومه کچه د کورنیو چارو په وزارت کې درغلي کړې ده.

د ښاغلي رسولې په خبره که څه هم د ارزونې لړۍ وخت نیسي، خو د لویې څارنوالۍ پلاوي د یوه منظم پلان له مخې د کورنیو چارو له وزارت څخه غوښتې څو په تېرو کلونو کې د ټولو قرادادونو جزئیات له دوی سره شریک کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډلې خپله لومړۍ رسمي لوبه سیالې ډلې ته وبایلله

د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډلې خپله لومړۍ رسمي لوبله د کوک ټاپوګانو ډلې ته صفر یو وبایلله.

دا لوبه د پنجشنبې په ورځ د نیوزیلنډ په اوکلند ښار کې ترسره شوه.

دا د "افغان وومن یونایټډ" لوبډلې لومړۍ سیالي وه چې د فوټبال د نړیوال فدراسیون FIFA له خوا تر رسمي پېژندنې وروسته ترسره شوه.

فیفا په دې وروستیو کې د خپلو مقرراتو په تعدیل سره دې لوبډلې ته، چې له افغان کډوالو لوبغاړو څخه جوړه شوې، اجازه ورکړې چې په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.

د دې لوبډلې غړي هغه افغان نجونې دي چې د اسټرالیا په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې کډوالې دي. دغو لوبغاړو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان پرېښود.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، په افغانستان کې د ښځو پرورزشونو بندیز لګول شوی او ښځې او نجونې له ورزشي فعالیتونو او سیالیو څخه محرومې شوې دي.

د طالبانو حکومت: ایټالیا دې د درېو افغان کډوالو د وژلو عاملین عدالت ته راکاږي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په ایټالیا کې د درېو افغان کډوالو د وژل کیدو د پیښې په غبرګون کې د ایټالیا له حکومت څخه غوښتي چې د دې پیښې عاملین عدالت ته راکاږي. د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د چهارشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې په ایټالیا کې دا پیښه یوه جنایي او ظالمانه برید بللی چې په وینا یې دغه افغانان په قصدي ډول ژوندي سوځول شوي اوپه شهادت رسیدلي دي. وزارت همدارنګه په ایټالیا او نورو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو د ژوند، امنیت او اساسي حقونو د خوندیتوب پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د ایټالیا صدراعظمې دا پیښه غندلې او د څلورو کډوالو د سوځولو عاملانو ته د سزاورکولو ژمنه یې کړې ده.

د ایټالوي رسنیو د راپورونو له مخې په دې پیښه کې چې د ایټالیا په جَنوبي سیمه کالبریا کې رامینځته شوې، دری افغان او یو پاکستانی کارګر په یوه موټر کې دننه سوځول شوي دي.

چارواکو ویلي چې د دې پیښې په تړاو دوه مشکوک کسان چې پاکستاني اتباع ښودل شوي، نیول شوي دي. ویل شوي چې د پیښې قربانیانو په کروندو کې د ځمکني توتانو د راټولو په چارو کې بوخت وو.

۷۹ نور افغان کډوال د پاکستان له زندانونو آزادشول

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو د په لسګونو نورو افغان بندیانو د خوشې کیدو خبر ورکوي. دې وزارت نن پنجشنبې پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د پاکستان له زندانونو ۷۹ تنه افغان کډوال له ازادیدو وروسته د تورخم دروازې له لارې هیواد ته راستانه شول. ویل شوي دغه کسان چې کورنۍ هم پکې دي، په هغه هیواد کې د هستوګنې په سندونو کې د ستونزو له امله نیول شوي او مختلفې مودې یې په بند کې تېرې کړې وې. د بیان له مخې دوی د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سمیو ته ولېږدول شول.

که څه هم نده څرګنده چې په اوس وخت کې څومره افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې ساتل کیږي، خو د هغوی د خوشې کیدو له بهیرسره د پاکستاني چارواکو له خوا د نورو افغان کډوالو د نیولو او بندیانولو بهیرهم دوام لري.

اسرائیل او لبنان د متحده ایالاتو په منځګړیتوب د اوربند د غځولو په اړه موافقه وکړه

اسرائیل او لبنان د متحده ایالاتو په منځګړیتوب د اوربند د غځولو په اړه موافقه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په هغه ګډه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ماښام خپره شوې، ویل شوي چې غځول شوی اوربند په دې پورې تړلی دی چې د ایران له ملاتړه برخمنه حزب الله بریدونه په بشپړه توګه ودروي او د لیتاني سیند په جنوبي برخه کې اسراییل پولې ته نژدې له سیمو په شاشي.

په اعلامیه کې د "ازمایښتي امنیتي سیمو" د جوړېدو یادونه هم شوې ده. د دغو سیمو کنټرول به یوازې د لبنان د وسله والو ځواکونو په لاس کې وي او هېڅ غیر دولتي وسله ‌وال ځواک ته به پکې د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي.

خو په اعلامیه کې نده روښانه شوي چې دغه امنیتي سیمې به په څه ډول جوړې او چارې به یې عملي کېږي.

د امریکا متحده ایالات او اسراییل حزب الله یوه ترهګره ډله ګڼي خو اروپایي ټولنه یې یوازې پوځي څانګه ترهګره بولي.

د حزب الله سیاسي څانګه د لبنان په سیاسي ډګرکې هم د پام وړنفوذ لري او غړي یې د دې هیواد په پارلمان کې هم شامل دي.

د امریکا استازیو جرګې د ایران جګړه کې د ولسمشر د واک محدودولو لایحه تصویب کړه

د امریکا د استازو جرګې هغې لایحې ته مثبته رایه ورکړه چې له ایران سره د جګړې د دوام په برخه کې د ولسمشر واک محدودوي.

دغه لایحه چې د دې جرګې د ډیموکراټ استازو له خوا طرحه او وړاندې شوې، له ایران سره هر ډول جګړه د کانګرس له موافقې او رسمي اجازې سره مشروطه ګڼي.

د دغې لایحې لپاره د چهارشنبې د ورځې په رایې اخیستنه کې څلورو جمهوري‌غوښتونکو استازو هم د ډیموکراټانو ملاتړوکړ او هغه په ۲۱۵ موافقو رایو سره تصویب شوه. ۲۰۸ غړیو مخالفې رایې ورکړي.

په سناجرګه کې هم ډیموکراټانو څو ځله هڅه کړې چې ورته لایحه تصویب کړي، خو تر اوسه نه دي بریالي شوي.

که ورته لایحه په سنا جرګې کې هم تصویب شي، ولسمشرکولای شي هغه ویتو کړي.

د دې لپاره چې لایحه د ولسمشر له ویټو څخه خوندي پاتې شي، باید هم په استازو او هم سناجرګو کې د پام وړ اکثریت ملاتړ ترلاسه کړي.

اروپايي ټولنې او ایسلنډ له افغانستان سره نوې بشري مرستې اعلان کړې

اروپايي ټولنې د افغانستان د وروستیو سېل‌ځپلو لپاره ۵۰ زره یورو ځانګړې کړې دي. دا مرسته به د افغاني سره میاشت ټولنې له لارې اړو کورنیو ته ورسول شي.

همداراز، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې ایسلنډ د افغانستان بشري صندوق ته ۵۰ میلیونه ایسلنډي کرونه، چې شاوخوا ۴۰۲ زره امریکايي ډالر کېږي، مرسته کړې ده.

د اوچا په وینا، دغه مالي مرسته به د هغو بشري بنسټونو ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې بحران ځپلو کورنیو ته بېړنۍ مرستې رسوي.

د ډنمارک په کابینه کې یوه افغان الاصله ښځه د کابینې غړې شوه

سمیرا نوا، چې افغان الاصله ده او کورنۍ یې ډنمارک ته د کډوالو په توګه تللې وه، د دغه هېواد د اقلیم، انرژۍ او عامه خدمتونو وزیرې په توګه وټاکل شوه.

۳۸ کلنه نوا له ۲۰۱۹ کال راهیسې د ډنمارک د پارلمان غړې ده او د اقلیم او انرژۍ په برخو کې د خپل ګوند له مخکښو سیاستوالو ګڼل کېږي.

نوموړې د ډنمارک په البورګ ښار کې زېږېدلې او له کوپنهاګن پوهنتون څخه یې د اقتصاد په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی.

په پکتیا کې د ماین چاودنې دوه ماشومان ووژل

له پېښو سره د مبارزې ریاست مسوولان وایي، د پکتیا ولایت په روحاني بابا ولسوالي کې د یوه زاړه ماین د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې له پېښو سره د مبارزې رئیس، نثار احمد نجات، ویلي چې دواړه قربانیان ۱۴ کلن وو او د یوې کورنۍ غړي وو.

نجات له خلکو غوښتي چې که ماینونه، ناچاودېدلي مهمات یا نور شکمن توکي وویني، ژر تر ژره دې اړوندو ادارو ته خبر ورکړي، څو د نورو مرګ‌ژوبلو مخه ونیول شي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۳.۳ میلیونه کسان په افغانستان کې داسي سیمو نه نژدې اوسي چې ماینونه او ناچاودلي مهمات پکې شته.

د څو لسیزو له جګړو پاتې ناچاودېدلي مهمات لا هم په افغانستان کې د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، د مرګ‌ژوبلې مهم عامل ګڼل کېږي.

کویټ د ایران دوه ډیپلوماتان وایستل

کویت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ایران له وروستي برید وروسته یې د ایران د سفارت دوه کارکوونکي له هېواده ایستلي دي.

د کویت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په کویت کې د ایران د سفارت شارژدافیر احضار کړی دی.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې کویتي چارواکي د ایران د روانو بریدونو په اړه رسمي اعتراض سپارلی او د کویت د حکومت پرېکړه یې ورته ابلاغ کړې چې له مخې به یې په هېواد کې د ایران د سفارت د ډیپلوماتیکو کارکوونکو شمېر کمېږي، دوه ایراني ډیپلوماتان «نامطلوب اشخاص» اعلان شوي او باید تر ۲۴ ساعتونو پورې د کویت له خاورې ووځي.

د کویت د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، ایران د چهارشنبې په سهار د ۳۰ بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله پر کویت برید کړی دی.

د راپور له مخې، د کویت د پلازمېنې پر هوايي ډګر د یوې بې‌پیلوټه الوتکې د برید له امله یو هندي وګړی وژل شوی او لږ تر لږه ۶۳ نور کسان ټپیان شوي دي.


ټرمپ: ایران منلې چې اټومي وسلې به نه جوړوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران منلې ده چې اتومي وسلې به نه ترلاسه کوي. نوموړي همداراز د ایران له ستر مشر محتبي خامنه‌يي سره د لیدنې هیله څرګنده کړې ده.

ټرمپ د «پاد فورس ون» په نوم پوډکاسټ سره په خبرو کې ویلي: «هغوی لا دمخه منلې چې اتومي وسلې به نه لري.»

هغه د ایران او امریکا ترمنځ د روانو خبرو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د ایران مشر په دې موضوع کې بشپړ رول لري او د ایران چارواکي ورته ډېر درناوی لري.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې د ایران د مشر د روغتیايي وضعیت په اړه یې اورېدلي چې ښه نه دی، خو بیا هم د مهمو پرېکړو او خبرو اترو ملاتړ او تایید کوي.


نور راوښيه

XS
SM
MD
LG