د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

اجرائیه ریاست له خلکو سره د حکومت د کړو ژمنو پر نه‌عملي کېدو اعتراف وکړ


د افغان حکومت اجرائیه رئیس دا ومنل چې هغه ژمنې چې حکومت خلکو ته ورکړې وې نه‌دي عملي شوي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله که څه هم په تېرو درېیو کلونو کې د حکومت له لاسته راوړنو څخه وايي، خو دا هم وايي، هغه څه چې د خلکو حق و او وعده‌یې ورسره شوې وه نه‌دي ترلاسه شوي.

ښاغلي عبدالله چې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم۱۷» یې د یوه څېړنیز مرکز له لوري په کابل کې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، په سیاسي چارو کې د ښځو ونډه د هغو ستونزو تر سیورې لاندې راغلې چې حکومت ورسره مخامخ دی.

نوموړي زیاته کړه چې د اوسني وضعیت او په خاصه توګه د ښځو د وضعیت د بدلون لپاره باید لا ډېر کارونه وشي.

عبدالله: د ښځو د وضعیت د بدلون لپاره باید لا ډېر کارونه وشي.
عبدالله: د ښځو د وضعیت د بدلون لپاره باید لا ډېر کارونه وشي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"موږ ټول د وضعیت د بدلون او د افغانستان د باثباته راتلونکې لپاره ګډ مسؤلیت لرو او دا له موږ څخه ژمنتیا غواړي، په حکومت کې باید دا جرأت ولرو چې پر دې اعتراف وکړو هغه څه چې د خلکو حق وو هغې ته نه‌یو رسېدلي او هغه څه چې موږ یې ژمنه کړې، نه‌دي عملي شوي."

د حکومت اجرائیه رئیس په داسې حال کې د حکومت د ژمنو د نه‌عملي کولو په ځانګړې ډول د ښځو د ظرفیتونو د لوړولو په اړه خبرې کوي چې له دې څخه وړاندې د ښځو شبکې او د ښځو یو شمېر فعالینو له دوی سره د شویو ژمنو د نه‌عملي کېدو په اړه انتقادونه کړي دي.

هغه څه چې د خلکو حق وو هغې ته نه‌یو رسېدلي.

د ښځو او ماشومانو د حقونو د خوندیتوب د څېړنې مرکز رئیسه زرقا یفتلي په دغې غونډه کې د وینا پر مهال په حکومتي ادارو او په ځانګړي ډول د سولې په عالي شورا کې د ښځو حضور سمبولیک وګڼه.

نوموړې زیاته کړه:

"د ښځو د حقونو او سیاسي مشارکت په برخه کې کومې ژمنې چې د ملي یووالي حکومت کړې وې نن ګورو چې د ښځو ګډون کم شوی، اوس ډېری مېرمنې او د ښځو د حقونو د خوندیتبوب په برخه کې کوم بنسټونه چې کار کوي له دې اړخه اندېښنه لري."

په ملي شورا کې د ښځو ۲۷ سلنه حضور، په وزارتونو کې د ۹ ښځینه‌و مرستیالانو ګمارل، د سولې په عالي شورا کې د ۱۲ تنه ښځو موجودیت او دغه‌راز د څلور تنه ښځو ګمارل د سفیرانو په توګه د حکومت د ژمنو یوه برخه ده چې عملي کړي یې دي.

په ورته وخت کې د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس اکرم خپلواک بیا دا نه‌مني چې ګواکې په دغې شورا کې د ښځو ونډه سمبولیکه ده.

جوړه شوې غونډه
جوړه شوې غونډه

نوموړي زیاته کړه:

"د سولې عالي شورا خپل ځان مکلف ګڼي چې د سولې د ټینګښت په برخه کې د ښځو او خویندو حضور په پام کې ونیسي، ځکه دا ډېره مهمه مسئله ده دا ښځه ده چې کولای شي یو نسل ته تغییر ورکړي، هغه خویندې چې د سولې په عالي شورا کې ګمارل شوي ترمنځ‌یې کومه ډله بندي نه‌شته او هغه اندېښنې چې زموږ له ځينو خویندو سره دي داسې څه په حقیقت کې نه‌شته."

هغه اندېښنې چې زموږ له ځينو خویندو سره دي داسې څه په حقیقت کې نه‌شته.

خو په ولسي جرګه کې د خلکو استازې نیلوفر ابراهیمي وايي، د ښځو د پیاوړتیا او پرمختګ لپاره باید نړیوالې ژمنې عملي شي او د ښځو حضور باید په څو حکومتي څوکیو کې خلاصه نه‌شي.

نوموړې په دولتي ادارو کې د ښځو رول تر ډېره نمایشي بولي او وايي، له همدې امله د دوی فعالیتونه تر ډېره اغېز نه‌لري.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG