د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

زارع: په سولې شورا کې دې د ځوانانو لپاره مشورتي بورډ رامنځته شي


د افغان ښځو شبکې د ځوانانو څانګه وايي، تر بل هر چا زیات ځوانان له ناامنۍ کړېږي او د روانې جګړې ډېری قربانیان هم ځوانان دي.

د دغې شبکې غړې شمایل زارع د پنجشنببې په ورځ په کابل کې د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې جوړې شوې غونډ ته د خبرو پر مهال، د سولې له عالي شورا وغوښتل چې د سولې په بهیر کې دې د وړتیا او تخصص له مخې ځوانانو ته ونډه ورکړي.

نوموړې زیاته کړه:

"د سولې په عالي شورا کې د ځوانانو لپاره د یو مشورتي بورډ رامنځته کول، د تخصص، تجربي او وړتیا په پام کې نیولو سره د سولې په پروسه کې د ځوانانو معنی لرونکي حضور زیاتوالی زموږ وړاندیزونه دي."

اغلې زارع زیاتوي ځوانان چې د افغاني ټولنې ۶۵ فیصده برخه جوړوي، کولای شي تر بل هر چا زیات د سولې د راتګ لپاره هلې ځلې وکړي.

افغان ځوانان
افغان ځوانان

مخکې تر دې افغان حکومت په هر برخه کې د ځوانانو په رول ټینګار کړی او د افغانستان د راتلونکي لپاره یې د دوی کار او له وړتیاوو څخه استفاده ډېره مهمه بللې ده.

د سپټمبر ۲۱ مه د سولې له نړیوالې ورځې سره برابره ده، او دا ورځ لکه د نړۍ د نورو هېوادونو په شان په افغانستان کې چې یوه جګړه ځپلی هېواد دی هم لماځل کېږي.

په ورته خت کې د سولې عالي شورا وايي چې د ځوانانو د دغې غوښتنې په اړه به په را تلونکې کې د دغې شورا په غونډو کې بحث وشي.

د دغې شورا غړي قاضي محمد امین وقاد ازادي راډیو ته وویل په سوله کې د ځوانانو رول ته پاملرنه شته او نوره به هم زیاته شي.

قاضي محمد امین وقاد
قاضي محمد امین وقاد

نوموړي زیاته کړه:

"په سوله کې ځوانانو ته پاملرنه شته د افغانستان راتلونکی ځوانانو پورې اړه لري، موږ که سوله هم غواړو ډېر کردار به په کې د ځوانانو وي، دغه موضوع به د بحث لاندې ونیسو او په دې اړه به له ځوانانو سره یو تفاهم وشي."

ښاغلی وقاد زیاتوي چې همدا اوس هم زیات شمېر ځوانان د سولې په عالي شورا کې په بېلابېلو برخو کې کار کوي.

په ورته وخت کې یوشمېر سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او ټولنیزو شورګانو هم دغه ورځ ولمانځله او له وسله والو مخالفانو یې وغوښتل چې د سولې بین الافغاني خبرو ته ځانونه چمتو کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG