د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

جهاني: د سولې په ټینګښت کې د ځوانانو ونډه مهمه ده


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په سوله او امنیت کې، د ځوانانو رول او ونډه مهمه ګڼي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې نظر دی چې د هېواد په روانو ناامنیو کې ترټولو ډېر زیان ځوانانو ته رسیږي؛ ځکه چې د جنګ د دواړو اړخونو په لومړیو لیکو کې ځوانان وژل کیږي.

دا خبره د اطلاعاتو او فرهنګ وزیرعبدالباري جهاني؛ د شنبې په ورځ په کابل کې د سولې او امنیت په تامینولو کې؛ د ځوانانو د رول او ونډې په هکله په جوړې ناسته کې وکړه:

((په هېواد کې د امنیت ټینګول د ټولنې د ټولوخلکو دنده ده؛ خو ځوانان چې نوی فکر او انرژي لري او د تکنالوژي له پرمختګونو سره بلد دي؛ کولی شي چې د نورو په نسبت ډیرفعالیت وکړي؛ دهمدې له امله ځوانانو ته مخ اوړي.

بله دا چې دوی اکثریت دی، په ناامینو کې يې زیان هم ترنورو زیات دي؛ نو په کار ده چې دوې د سولې او امینت لپاره هڅې زیاتې کړي.))

په دې ناسته کې، د افغانستان د علومو اکاډمۍ استادانو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانود معینیت چارواکو او یوشمېر ځوانانو ګډون کړی و.

په ناسته کې وویل شول چې د افغانستان د نفوس څه باندې پنځه شپیته فیصده برخه له ځوانانو جوړه ده؛ خو د هېواد په اکثرو سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او پراختیایي چارو کې لږه ونډه ورکړل شوې ده.

ویناوالو ویل، د هېواد روانو ناامنیو وښوده چې اکثره انتحاریان ځوانان دي او همدارنګه د هېواد امنیتي ځواکونه هم له ځوانانو جوړ دی؛ خو له بده مرغه چې د جنګونو کرښې پرهمدوې تودې دي.

د ناستې وینا والو تاکید کاوه چې حکومت دې ځوانانو ته داسې پلانونه ترتیب کړي چې ځوانان په نوي فکر؛ نوي عمل او ابتکار سره، ټولنه د سولې او ثبات په لور رهي کړي.

ځینو وینا والو بیا پرځوانانو تاکید کاوه چې که حکومت ورته توجه نه کوي؛ دوی دې په خپله پرحکومت فشار راوړي چې د ځوان فکر او ځوان ځواک څخه د سولې په راوستلو او د هېواد په جوړولو کې کارواخلي.

ځوانانو ویل، حکومت د ځوانانو یوموټي کولو ته لازم پلانونه نه لري او که موقع ورکړل شي؛ د رغنده فعالیتونو اغیز به یې د هېواد په جوړولو کې په لږه موده کې محسوس شي.

د عمران ذکریا په نامه یوه ځوان ازادي راډیو ته وویل:

((د ځوانانو قوت لکه د سیلاب په څېر دی؛ هر رغنده کار په ښه توګه کولی شي؛ خو حکومت ورته لږه توجه کړې ده؛ په کار ده د دوی کار، تعلیم او ژوند ته پاملرنه وشي.))

د افغانستان د کاراو ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال په هېواد کې د وزګارو شمېر میلیونونو ته رسیدلی چې لوی اکثریت ځوانان جوړوي او سره له دې چې د هوساینې لپاره یې عملي کارونه پیل شوي؛ خو کافي نه دي.

ځینې کارپوهان دا هم وايي چې ډېر ځوانان د بیکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله مجبوریږي چې بهرنیو هیوادونو ته لاړ او یا د مخالفیو په لیکو کې شامل شی.

دوی تاکید کوي چې حکومت دې د ځوانانو ژوند ته ځانګړې عملي پروګرامونه ترتیب کړي څو د همدغوځوانانو د علمي او جسمي ځواک په ذریعه د هیواد ناخوالې کمې شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG