د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

بي‌بي ګل غني: د افغانستان ځوان نسل ښه راتلونکي ته ژمن دی


د هېواد لومړۍ مېرمن وايي، د افغانستان ځوان نسل ښه راتلونکي ته ژمن دی.

بي‌بي ګل غني چې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د لوړپوړي پلاوي ناستې یا «SOM» غونډې ته په ارګ کې خبرې کولې وویل په دې برخه کې د ښځو رول او د افغان حکومت ژمنتیا د ستایلو ده.

د افغانستان لپاره د لوړپوړي پلاوي یا «SOM» اصلي غونډه که څه هم د پنجشنبې په ورځ پیلېږي خو له هغې یوه ورځ مخکې یې ګډون کوونکي د افغان حکومت پر لاسته راوړنو په تېره بیا د ښځو او خصوصي سکټور پر پیاوړتیا، اقتصادي وضعیت او نورو لومړیتوبونو وغږېدل.

د هېواد لومړۍ مېرمنې بي‌بي ګل غني غونډې ته په وینا کې وویل د ملي وحدت حکومت په بېلابېلو برخو کې د اصلاحاتو او پرمختګ لړۍ پیل کړې، خو دا مزل لا ډېر پاتې دی.

هغې د لاسته راوړنې په ډول د افغان مېرمنو پرمختګ او په ټولنه کې ونډه د پام وړ وبلله ویې‌ویل چې مېرمنې او ځوان نسل د افغانستان ښې راتلونکې ته ژمن دي.

بي بي ګل غني
بي بي ګل غني

نوموړې زیاته کړه:

"ډېر داسې څه شوي چې افغان مېرمنو ته د ښه راتلونکي زېری ورکوي، ښځو د متکي کېدو څخه د پرمختګ په لوري ګامونه اخیستي او د افغانستان ځوان نسل ښې راتلونکې ته پوره ژمنتیا لري."

اغلې بي‌بي ګل غني د افغان ښځو د وړتیاوو لوړول او ولسي تړون هغه پروګرامونه یادوي چې له لارې یې مېرمنو پر ځان د بسیا کېدو او پرمختګ په لوري قدمونه اخیستي دي.

د «سام» غونډې د لومړۍ ورځې اجنډا که څه هم تر ډېره د افغان ښځو وضعیت، اقتصادي پرمختګ او خصوصي سکټور ته ځانګړې شوې وه، خو ټاکل شوې چې ګډون کوونکي غړي یې سبا په حکومتوالۍ، دولتي بنسټونو، اصلاحاتو، زېربناوو او د فساد پر ضد مبارزې وغږېږي.

په ۲۰۱۵ مېلادي کال کې په کابل کې د سام غونډې انځور.
په ۲۰۱۵ مېلادي کال کې په کابل کې د سام غونډې انځور.

په دې غونډه کې د افغان چارواکو تر څنګ، د ۴۰ هېوادونو استازي، نړیوال ملاتړ کوونکي بنسټونه، دولتي او غیر دولتي ادارې، د ملي شورا ځيني غړي او مدني ټولنې تر یوه چتر لاندې راټول شوي دي.

د اسیا او پاسیفيک هېوادونو لپاره د اروپايي ټولنې مرستیالې پاولا پمپلاني که څه هم په یادو ډېرو برخو کې د افغان حکومت لاسته راوړنې د پام وړ وبللې، خو ویې‌ویل چې ډېر کار په مخ کې پاتې دی.

نوموړې غونډې ته په وینا کې وویل د افغان ښځو د پیاوړتیا لپاره به د افغانستان تر څنګ ودرېږي.

ده زیاته کړه:

"موږ د افغان حکومت په شمول د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره له نږدې کار کوو تر څو د ښځو پر وړاندې شته ستونزې له‌منځه ولاړې شي او په ټولنه کې خپل ځان وویني."

دا د «سام» درېیمه غونډه ده چې په افغانستان کې جوړېږي او له دغه هېواد سره د نړیوالې ټولنې د ژمنو په تطبیق او د افغان حکومت پر اقداماتو غږېږي.

د افغانستان د ماليې وزارت ازادي راډيو ته وویل چې افغان حکومت ډېرې هغه ژمنې عملي کړي چې له نړیوالې ټولنې سره‌یې کړي او دوی به‌یې په روانه غونډه کې په اړه نړیوالو ته معلومات ورکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG