د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۲

د افغان ښځو شبکه سیاست کې د ښځو ونډه کمرنګه او سمبولیکه بولي


د افغان ښځو شبکه په سیاسي، امنیتي او بېلابېلو سطحو کې د ښځو ونډه کمرنګه او سمبولیکه بولي او له همدې امله په حکومت انتقاد کوي.

د سولې په خبرو کې د ښځو په کمې ونډې، په مهمو سیاسي ناستو او امنیتي برخو کې د ښځو کمرنګ رول هغه څه دي چې د دغې شبکې انتقادونه یې راپارولي دي.

د دغې شبکې چارواکي وايي، په دولتي ادارو کې د ښځو نه خوندیتوب او ورځ تربلې د دوی پروړاندې د تاوتریخوالي زیاتوالی، د ښځو پر وړاندې هغه ستونزې دي چې د دوی په وینا، حکومت یې په مهارولو کې پاتې راغلی او سترګې ترې پټېږي.

د افغان ښځو شبکې د مدیره پلاوي مسؤلې سمیرا حمیدي د سې شنبې په ورځ د ښځو په اړه د ملګرو متلونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵مې قطعنامې د لمانځلو په ۱۷م تلین کې وویل، ښځې د سولې په خبرو او په سیاسي تصمیم نیونو کې نه پوښتل کېږي.

د افغان ښځو شبکې د مدیره پلاوي مسؤله سمیرا حمیدي
د افغان ښځو شبکې د مدیره پلاوي مسؤله سمیرا حمیدي

اغلې حمیدي زیاته کړه:

"له بده مرغه موږ له دې امله شکي یوو چې د افغانستان د برخلیک په اړه هغه کلیدي ناستې چې په څو میاشتو کې شوي او مهمې وې، ښځو په کې هېڅ ګډون نه درلود او که یې درلود هم سمبولیک و، د کابینې، سولې عالي شورا، ملي شوار او د افغانستان د مدني ټولنو ښځینه غړو، د افغانستان په دننه او بهر غونډو کې ګډون نه درلود، که چېرې دغه ستونزې حل نه شي، ستونزې به را ولاړې کړي."

دغه شبکه وايي چې که څه هم افغانستان د ملګروملتونو د امنیت شورا له ۱۳۲۵م پرېکړه لیک سره یوځای شوی او د ښځو خوندیتوب او پرمختګ ته ژمن دی، خو د عمل ملي پروګرام چې په دې برخه کې د حکومت یوه ژمنه ده، تراوسه نه ده پلې شوې.

افغانستان په ۲۰۰۳ میلادي کال کې له دغه پرېکړه لیک سره یوځای شو او ژمنه یې وکړه چې له ښځو څخه د جنګ جګړو، تاوتریخوالي، جنسیتي تعبض په ګډونو، ټول درانه فشارونه به لېرې کوي او د دوی رواني، فزیکي حالت او روغتیا ته به کار کوي.

د ښځو اقتصادي خوندیتوب، د تصمیم نیونې په بنسټونو او د سولې په بهیر کې ښځو ته د ګډون ډاډ، له ښځو سره د افغان حکومت بله ژمنه وه.

په ورته وخت کې د افغان ښځو شبکې رئیسه حسینه ساپۍ وايي، په دې وروستیو څو میاشتو کې چې د افغانستان په اړه په داخل او بهر کې کومې ناستې شوي، د ښځو ګډون په کې کم رنګه و.

د نوموړې په وینا، په امنیتي لیکو کې د ښځو دوه فیصده ونډه، هغه هم له زیاتو ستونزو سره او د والي او ولسوال په توګه په دندو د ښځو نه ګمارل، هغه څه دي چې حکومت خپلې ژمنې نه دي عملي کړې.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

خو د جمهوري ریاست د ویندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

"حکومت په بېلابېلو برخو کې د ښځو حضور او ګډون ته ژمن دی، دوهم دا چې ښځې په ډيپلوماټیکه برخه کې د سفیرانو په توګه دندې پرمخ وړي او په جمهوري ریاست کې د مشاروینو په توګه کار کوي، د سولې عالي شورا په رهبرۍ کې دوی حضور لري، دغه رقم نور هم زیاتېږي، همداشان د ښځو د ملاتړ په برخه کې د حکومت ژمنې پرځای دي."

د نوموړي په خبره، په ملي شورا کې ۲۷ فیصده ښځې حضور لري، په وزارتونو کې نهه مرستیالانې دي، د سولې په عالي شورا کې ۱۲ ښځې حضور لري، څلور ښځې د سفیرانو په توګه دندې پرمخ وړي، حکومت ژمن دی او هڅه کوي چې په سیاسي سطحه کې د دوی ګډون نور هم زیات شي.

خو د افغان ښځو شبکه د حکومت په دغو اقداماتو راضي نه ده او وايي چې حکومت باید په سیاسي بهیرکې د ښځو ونډه زیاته کړي، د سولې او امنیت په برخه کې د ښځو د رول په اړه له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG