د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس د اصلاحاتو لپاره په اساسي اقداماتو ټینګار کوي او وايي، نړیواله ټولنه په هر حال او هر ډول شرایطو کې له افغانانو سره مرستې نهکوي.
عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۰۸» د وزیرانو شورا له غونډې مخکې رسنیو ته وویل، که افغانان هر څومره په خپل کار کې ناکام پاتې کېږي، د نړیوالې تولنې حضور دلته دوام پیدا کوي.
ښاغلی عبدالله ټينګار کوي چې افغان حکومت او افغانان مسؤلیت لري چې په خپل ځان د بسیاینې لپاره هڅې وکړي.
ښاغلي عبدالله وویل:
"د ټولو همکارانو پاملرنه غواړم، تر څو د اصلاحاتو لپاره اساسي اقدامات وکړي، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې ژمنې او مرستې په هر حال او هر ډول شرایطو کې نهوي، ما مخکې د امریکا له پالېسۍ یادونه وکړه چې شرایطیې څه دي، د دوی یوه عمده پالېسي هم دا ده چې دغو ته په کتو یې د وتلو لپاره معین وخت نهدی ټاکلی."
دی وايي، د نړیوالې ټولنې حضور یوازې په امنیتي برخو کې په ستونزو پورې نهدی تړلی، بلکې په ګڼو برخو کې اصلاحات او ښه حکومتوالي یو مهم هدف دی.
ښاغلی عبدالله دا څرګندونې داسې مهال کوي چې امریکا په خپلې نوې ستراتېژۍ کې له افغانستانه د وتلو لپاره کوم زماني شرط نهدی ټاکلی، بلکې ویل شوي چې دا پرېکړه به حالاتو ته په کتو کېږي.
اجرائیه رئیس وايي چې له امریکا سره په دغو اهدافو او دوه اړخیزو اړیکو د بحث لپاره لا اړتیا لیدل کېږي چې ټاکل شوې په څو میاشتو کې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا له همدې امله کابل ته راشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن تېره اوونۍ هم کابل ته سفر کړی و چې له افغان چارواکو سرهیې په لیدو کتو کې له فساد سره پر مبارزې، په سیاسي نظام کې د خلکو پر ونډې، پر وخت د انتخاباتو ترسره کول، ښې حکومتوالۍ، پراختیايي پروګرامونو او پر نورو موضوعاتو خبرې کړې وې.
ښاغلی عبدالله وايي، افغان حکومت دا وخت ګواښونه او فرصتونه دواړه په مخ کې لري، خو مهمه دا ده چې له فرصتونو څنګه استفاده وکړو.
د چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي چې اصلاحاتو، ښې حکومتوالۍ او له فساد سره مبارزې ته نه حکومت ژمن دی او نه هم نړیواله ټولنه.
د سولهییز بدلون د ټولنې مشر فاروق اعظم ازادي راډيو ته وویل، د حکومت رښیتني اقدامات په دې برخه کې ټولې اندېښنې لهمنځه وړلای شي.
ښاغلي اعظم زیاته کړه:
"دا حکومت چې نړۍ یې هم تائیدوي او مرسته هم ورسره کوي، خپله د شایستهسالارۍ له مخې نهدی جوړ او نه هم دا کار بهرنیان غواړي، جنګ خپله فساد دی، هر څوک چې جنګ کوي، خپله فساد کوي، په حقیقت کې نه حکومت غواړي چې افغانستان له دې حالته ووځي او نه بهرنیان."
نړیوالې ټولنې په نړیوالو غونډو او مخامخ ناستو کې له افغان چارواکو سره تل د فساد سره پر مبارزې، ښې حکومتوالۍ، ټولنیزو خدماتو، د ښځو او ماشومانو د حقونو پر خوندیتوب او نورو موضوعاتو خپلې مرستې مشروطې ګرځولې دي.
خو ښاغلی اعظم وايي چې د نړیوالې ټولنې ډېر شعارونه پر افغان حکومت د فشار په خاطر دي او له همدې امله حکومت ته ښايي چې شایستهسالارۍ ته ډېر کار وکړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ