د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

عبدالله: کورنیو بې‎ځایه شویو ته په کتو افغانستان د یوه ځانګړي حالت سره مخ دی


د افغان حکومت اجرائیه رئیس د طبیعي پېښو او په هېواد کې د وروستیو جنګ جګړو له امله د بې‎ځایه شویو کسانو د شمېر په لوړېدو اندېښنه ښيي وايي، دغو کسانو ته باید جدي پاملرنه وشي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، په افغانستان کې د طبیعي پېښو او جګړو له امله د بې‌ځایه شویو کسانو شمېر لوړ شوی دی.

طبیعي پېښو او جګړو د بې‌ځایه شویو کسانو شمېر لوړ کړی دی.

عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ د پېښو د کموالي د نړیوالې ورځې د لمانځ غونډې پر مهال وویل، سره له دې چې له یادو کسانو سره مرستې شوي، خو په وینا یې، نورو اقداماتو ته هم اړتیا ده.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

اجرائیه رئیس زیاته کړه:

"اوس‌مهال د هېواد امنیتي شرایطو او کورنیو بې‎ځایه شویو ته په کتو افغانستان له یو ځانګړي حالت سره مخ دی، سره له دې چې په دې برخه کې کارونه هم شوي دي، خو نورو ګامونو ته هم اړتیا ده، ترڅو د خلکو ستونزو ته رسیدګي وشي."

په ورته وخت کې د پېښو سره د مبارزې اداره وايي، په تېرو دوو کلونو کې د جګړو له امله نږدې ۹ لکه کسان بې‎ځایه شوي دي.

د دې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل چې د نا امنیو له امله تر ټولو ډېر بې‎ځایه شوي کسان په جنوب لوېدیځ، ختیځ او شمال ختیځو سیمو کې دي.

تېرو دوو کلونو کې د جګړو له امله نږدې ۹ لکه کسان بې‎ځایه شوي دي.

بې‎ځایه شویو کورنیو تل دا انتقاد کړی چې مرستې په خپل وخت نه‎دي ور رسېدلي او حتی په یو شمېر راپورونو کې د مرستو د حیف و میل په اړه هم ویل شوي دي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي او د بشري چارو همغږي کوونکي توبي لانزر غونډې ته په وینا کې ژمنه وکړه چې د ملګرو ملتونو سازمان به له بې‎ځایه شویو کورنیو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

ښاغلي لانزر ټينګار وکړ چې حکومت باید کورنیو بې‎ځایه شویو ته د وګړو د تړون د پروګرام په چوکاټ کې سرپناه ورکړي.

نوموړی وايي:

"ملګري ملتونه باید دا ډاډ تر لاسه کړي چې کومه سرپناه چې مهاجرینو او د پېښو له امله کورنیو بې‎ځایه شویو کسانو ته ورکول کېږي، باید د وګړو د تړون د پروګرام په چوکاټ کې د افغان حکومت د پلان مطابق ورکړل شي او همدارنګه باید دا ډاډ ترلاسه کړو چې کومې سرپناوې چې بې‎ځایه شویو کسانو ته ورکول کېږي، خوندي دي."

له پېښو سره د مبارزې د ادارې چارواکي وايي، د نړیوالې ټولنې او یو شمېر مؤسسو په مرسته‌یې د ژمي لپاره یو پلان وروستی کړی چې له مخې به‌یې، د پېښو د خطرونو د کمولو تر څنګ له اړو کسانو سره په خپل وخت مرستې هم وشي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG