د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

اجرائیه ریاست: د چابهار ګټه یوازې د افغانستان نه، د جنوبي او منځنۍ اسیا هم ده


افغان حکومت په دې باور دی چې له چابهار بندره ګټه اخیستنه نه‌یوازې د افغانستان، بلکې د جنوبي او منځنۍ اسیا له ترانزیټ سره هم مرسته کوي.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۰۸» د وزیرانو شورا له غونډې مخکې رسنیو ته خبرې کولې، ویې ویل چې د دې بندر له لارې د هندوستان د مرستو لړۍ ډېر ژر افغانستان ته رارسېدونکې ده.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"له چابهار بندر نه ګټه اخیستنه چې د افغانستان او ایران او افغانستان او هند ترمنځ مطرح شوه او په درې اړخیز ډول پرې موافقه وشوه، فعالېدل‌يې یو لوی مثبت ګام دی چې د ترانزیټ د پیاوړتیا په برخه کې نه‌یوازې د افغانستان، بلکې د جنوبي او منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم ګټور دی."

دا په داسې حال کې ده چې د هندوستان د وړیا مرستو لومړنۍ جوپه ده چې د بېړۍ په وسیله د یکشنبې په ورځ له هغه هېواده، د چابهار په لوري خوځېدلې ده.

په دغې محموله کې یو لک او ۱۰ زره ټنه غنم شامل دي.

د غنمو دغه محموله د هند د ختیځ له سمندري بندر کندلا نه انتقال شوه چې د ایران له سرحد نه به په لاریو کې افغانستان ته راولېږدول شي.

د افغانستان او هندوستان د بهرنیو چارو وزیرانو د یکشنبې په ورځ د یوه وېډيويي کنفرانس له لارې، دغه لړۍ رسماً پیل کړه.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج وویل چې افغانستان ته د چابهار بندر له لارې د غنمو لېږد د هند، افغانستان او ایران ترمنځ د غونډو او خبرو پایله ده چې د سیمې د سوداګرۍ پراختیا غواړي.

تهران، کابل او نوې ډهلي تېر کال د چابهار بندر پرانیست او هندوستان ژمنه وکړه چې د دغه بندر په پراخولو سره به ۵۰۰ میلیونه ډالر لګوي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د ځمکې له لارې افغانستان ته د هندي او هند ته د افغاني صادراتو مخه د ستونزو په جوړولو سره ډب کړې او افغانستان هم ګواښ کړی چې که پاکستان له خپل دغه دریځه په شا نه‌شي، منځنۍ اسیا ته به د هغه هېواد د مالونو په لېږد بندیز ولګوي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د چابهار بندر پرانیسته د افغانستان لپاره ستره اقتصادي لاسته راوړنه ګڼي او وايي چې په دې سره به افغانستان د پاکستان د ترانزیټ له انحصاره خلاص شي.

له دې ډلې محمد بشیر دودیال ازادي راډيو ته وویل:

"دا د افغانانو لپاره یو ښه زېری شو چې موږ اوس په بهرنۍ سوداګرۍ کې د یوه یا دوو هېوادونو له انحصاره خلاص شوي یوو، یعنې موږ اوس ډېرې لارې په مخ کې لرو او هیله شته چې د چابهار بندر که په بشپړ ډول د کراچۍ له بندر سره نه‌شي تعویض کېدای، نو لږ تر لږه څو فیصده اړتیاوې به مو له دې بندره پوره شي."

که څه هم یو شمېر افغان سوداګر وېره لري چې د ایران او افغانستان د اوبو پر سر لانجې ته په کتو فکر کېږي چې په اوږمهالي کې شاید ایران هم په چابهار بندر کې ستونزې جوړې کړي، خو ښاغلی دودیال وايي، په دې بندر کې د ایران پراخې اقتصادي ګټې نغښتې دي او فکر نه‌کوي چې دا هېواد به په راتلونکي کې د افغان ترانزیټ مخه ډب کړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG