د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۰

مسیر: هند له افغانستان سره د پاکستان د ترانزیټي مسایلو په اړه وړاندیز رد کړی


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د چابهار بندر د پرانیستې په اړه مطالب خپاره کړي دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه د خپلې نننۍ ګڼې په یو مطلب کې لیکلي، هند د چابهار بندر له لارې افغانستان ته د خپلو غنمو لومړۍ محموله راولېږله او دا لومړی ځل دی چې هغه هېواد د پاکستان له مداخلې بغیر افغانستان ته خوراکي مواد رالېږي.

ویسا د هند د بهرنیو چارو د وزیر دا څرګندونې هم راخیستي چې افغانستان او هند پخوانۍ اړیکې لري او د چابهار بندر په پرانیستې سره به دغه اړیکې لا پراخې شي.

د چابهار بندر پرانیستل کولای شي د افغانستان ایران او هند اقتصادي ګټې تأمین کړي.
  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د موضوع په اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي دي.

ورځپاڼه لیکي، چابهار بندر پرون د افغان او هندي چارواکو له‎خوا پرانیستل شو او ویل کېږي چې ټاکل شوې د هند له‎خوا افغانستان سره د مرسته شویو غنمو محمولې له همدې لارې افغانستان ته راشي.

په سرمقاله کې دا هم راغلي چې راتلونکو اوونیو کې به د هندي مالونو شپږ محمولې هم له همدې لارې افغانستان ته راشي.

سرمقاله لیکونکي دا هم لیکلي چې د چابهار بندر پرانیستل کولای شي د افغانستان ایران او هند اقتصادي ګټې تأمین کړي او دا په دې برخه کې هم مهم ګام دی چې د افغانستان اتکا پر پاکستان ختمه شي او د نوموړي هېواد له توطئو او دسیسو وژغول شي.

  • اسیا زړه ورځپاڼه

د اسیا زړه ورځپاڼه چې په انګریزي خپرېږي، دې هم د موضوع په اړه لیکلي دي.

د ورځپاڼې په یو مطلب کې د هند د بهرنیو چارو د وزیر په حواله راغلي، هند به افغانستان سره د بیارغونې، ظرفیت جوړونې، ټولنیزې پراختیا او اقتصادي برخو کې همکاري وکړي.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا له یوې بلې زاویې دې موضوع ته کتلي دي.

ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي، هند افغانستان سره د پاکستان د ترانزیټي مسایلو په اړه د خبرو وړاندیز رد کړی دی.

په مطلب کې د یو هندي ډیپلومات له قوله لیکل شوي چې د نوې ډهلي له نظره د پاکستان دا وړاندیز رښتینی او صادقانه نه‎دی.

  • هېواد

او هېواد دولتي ورځپاڼې هم د موضوع په اړه لیکلي او دا یې د افغانستان او هند د اقتصادي اړیکو د پراختیا په برخه کې یو مهم ګام بللی دی.

XS
SM
MD
LG