د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

عبدالله: هبت‌الله او نور طالب مشران دې د "م.م" د بندیزونو په لېست کې شامل شي


افغان چارواکي وايي، وسله‌وال طالبان د افغان ملکیانو د وژنې عاملین دي او ملګري ملتونه باید د دې ډلې مشران د بندیزونو په لېست کې شامل کړي.

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې له مشر غیرت عمروف سره په لیدنه کې دا غوښتنه مطرح کړې ده.

د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د مشر غیرت عمروف د لیدنې په اړه زیات جزئیات د اجرائیه رئیس مرستیال ویاند جاوید فیصل ورکوي.

دی وايي:

"اجرائیه رئیس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې له مشر او غړو سره ولیدل. له هغوی سره د نورو موضوع‌ګانو تر څنګ‌یې یو وړاندیز دا و چې طالبان د افغانستان د خلکو قاتلین دي. هغوی ترورېستان دي او باید د دې ډلې په مشر ملا هبت‌الله او لوړپوړو غړو باندې بندیزونه ولګول شي څو له دې لارې له یوې خوا دا ډله کمزورې شي او له بلې‌خوا د سولې خبرو ته زمینه مساعده شي."

د اجرائیه رئیس مرستیال ویاند جاوید فیصل
د اجرائیه رئیس مرستیال ویاند جاوید فیصل

د حکومت یوې سرچینې د نوم د نه‌اخیستلو په شرط ازادي راډیو ته ویلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې مشر غیرت عمروف افغان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ته ډاډ ورکړی چې د هر هغه طالب مشر نوم به د بندیزونو لېست ته ورزیات شي چې افغان حکومت‌یې غواړي.

د افغانستان اجرائیه رئیس هم په خپله فېس‌بوک پاڼه له غیرت عمروف سره د لیدنې جزئیات خپاره کړي.

ښاغلي عبدالله په فېس‌بوک پاڼه لیکلي:

"د امنیت شورا د څار او ارزونې مېکانیزم دې قوي شي څو د ترورېستي ډلو فعالیتونه او ازادي محدوده او مالي منابع‌یې وچې شي."

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل دا هم وویل چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې مشري قزاقستان کوي او کله چې دا هېواد د امنیت شورا مشرتابه ترلاسه کړي افغان حکومت به د هڅو د لا چټکۍ لپاره نوی فُرصت ولري.

دا چې دا هڅې څه دي فیصل‌یې په اړه ازادي راډيو ته داسې وايي:

"د ۲۰۱۸ کال په جنوري کې د امنیت شورا ریاست قزاقستان ته ورکول کېږي چې دا زموږ لپاره یو ډېر ښه خبر دی. په دواړه سطحه هم په نیویارک «په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب له لارې» او هم په کابل کې کار کوو چې د دې داعیې ملاتړ زیات شي. موږ په خپل بحث کې وویل چې پاکستان د ترورېستانو ملاتړ کوي او دا یوه ناکامه تجربه ده او کوم درس چې پاکستان باید اخيستی وی نه‌یې دی اخيستی. نو دا ټول هغه زموږ بحث دی او مخته‌یې وړو."

پاکستان د امریکا غوښتنو ته غاړه نه‌ږدي.

امریکا هم د ترورېستي ډلو د فعالیت د بندولو لپاره جدي هوډ لري.

تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن پاکستان ته ولاړ او پاکستاني چارواکو ته‌یې وویل چې که پر خپله خاوره د ترورېستانو د فعالیت او د هغوی د خوندي پناه ځایونو د له‌منځه وړلو لپاره پرېکنده عمل ونه‌کړي نو امریکا به په خپله اقدام وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن تېره اوونۍ پاکستان ته لاړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن تېره اوونۍ پاکستان ته لاړ.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف چې له ترورېستي ډلو ملاتړ رد کړی ویلي د امریکا غوښتنو ته غاړه نه‌ږدي.

افغان حکومت په داسې حال کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې د طالب مشرانو نومونه د بندیزونو په لېست کې ورزیات کړي چې وسله‌والو طالبانو په وروستیو کې د څو خونړیو حملو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

دوه اوونۍ وړاندې د وسله‌والو طالبانو حملې په غزني، پکتیا، کندهار، کابل، غور او ارزګان کې وشوې چې څه باندې ۲۵۰ افغان ملکیان او پوځیان په‌کې ووژل شول او تر دې زیات نور خلک ژوبل شول.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG