د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

د ولسي جرګې منشي: له مسکو سره د اړیکو د ترینګلتیا پر ځای دې د ښه‌والي هڅه وشي


د افغانستان د ملي شورا د دواړو جرګو د اداري پلاویو ځیني غړي، له مسکو سره د اړیکو د ترینګلتیا او د ولسمشر د وروستیو خبرو په اړه ضد او نقیضې څرګندونې لري.

د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي وطندوست د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو خړپړتیا په هېواد کې جنګ ته شدت وربښي.

د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځی وطندوست
د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځی وطندوست

ښاغلي ځاځي زیاته کړه:

"له حکومته مو تل دا غوښتنه کړې چې د ټولو هېوادونو په وړاندې دې متوازنه بهرنۍ پالېسي ولري، که دغه وکار ونه‌کړي، دغه هېوادونه به په خپلو ستراتېژیو کې بدلون راولي چې خدای مه‌کړه، د افغانستان لپاره به ډېرې بدې پایلې ولري."

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د يکشنبې په ورځ د پکتیا په مرکز ګردېز کې یوې ولسي غونډې ته ویلي، طالبان له هغه چا وسلې اخلي چې د يو نیم میليون افغانانو وینې يې تویې کړې دي.

که څه هم ولسمشر په خپلو خبرو کې د کوم هېواد نوم نه‌دی ياد کړی، خو يو شمېر افغان کارپوهانو او د کابل چاپ د دوشنبې د ورځې ورځپاڼو بیا ویلي چې د ولسمشر اشاره روسیې ته وه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ښاغلي غني ویلي، طالبان د نورو د ګټو لپاره کار کوي.

ښاغلی غني وایي:

"طالبان باید دغه پوښتنه له ځانه وکړي او هر افغان دې ورڅخه وپوښتي چې دوی ولې د پرديو په لمسون جنګېږي او له هغه چا څخه وسله اخلي چې يو نیم میلون افغانان‌يې وژلي دي؟"

له دې وړاندې هم د روسيې د مداخلو او له طالبانو څخه د دغه هېواد د ملاتړ په تړاو راپورونه ورکړل شوي، خو روسي چارواکو تل دا ډول مسایل رد کړي دي.

د ټایمز په نوم ورځپاڼې د طالبانو د مالي مسؤل په حواله لیکلي چې روسیه هره میاشت د تېلو له درکه له طالبانو سره ۲،۵ میليونه ډالره مرسته کوي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي وايي، د يو بل په وړاندې د دواړو هېوادونو بهرنی سیاست باید روښانه شي.

نوموړی وايي، په هېواد کې د ناامنیو ډېره برخه د روسیې د مداخلې پورې اړه لري.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي

ښاغلي صدیقي وویل:

"په داسې شرایطو کې د ولسمشر له دريځه ملاتړ کوو او ولس‌يې تر شا ولاړ دی او خلک به دا هېر نه‌کړي چې په افغانستان کې د بدبختۍ يو لامل روسان دي."

دی وايي، روسان باید له تېرو تجربو څخه په عبرت اخیستنې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.

د ده په خبره، ترورېزم هغه ګواښ دی چې په پراختیا سره‌يې ټوله سیمه او نړۍ د اور په لمبو کې سوځولی شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG