د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

"سي. ای. اې" په افغانستان کې د طالبانو د ځپلو لپاره ځانګړی ځواک ګمارلی


د امریکا مرکزي استخباراتي ادارې یا «سي. ای. اې» په افغانستان کې د طالبانو د ځپلو لپاره یو ځانګړی ځواک ګمارلی دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې «سي. ای. اې» په افغانستان کې د دې لپاره پټ عملیات پراخوي چې طالبان ومومي او ووژني.

په دې راپور کې چې ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ خپور کړ، د امریکا د جګپوړو چارواکو په قول ویل شوي چې «سي. ای. اې» د تجربه کارو پوځیانو او خصوصي قراردادیانو کوچنۍ ډلې له افغان ځواکونو سره یوځای لېږي چې مأموریت سرته ورسوي.

ورځپاڼې د امریکايي چارواکو چې په دې اړه‌یې معلومات ورکړي، نومونه نه‌دي اخیستي.

راپور وايي، دا مأموریت د «سي. ای. اې» د ځانګړو فعالیتونو د څانګې له لوري اداره کېږي.

د پوځي چارو ځیني افغان کارپوهان وايي، امریکا له افغانستان سره د امنیتي موافقې پر اساس ژمنه کړې چې په جګړه کې به د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي او اجازه به نه‌ورکوي چې ترورېستي ډلې په افغانستان کې سیمې ونیسي.

جنرال امرالله امان یو له دغو کسانو څخه دی چې د امنیتي موافقې پر اساس امریکا ملزمه بولي، خو نوموړی د افغانستان په جګړه کې د خصوصي امنیتي کمپنیو له رول سره موافق نه‌دی.

دی وايي چې بلک واټر پخوا ښه نتیجه نه‌لرله.

د افغانستان حکومت تر اوسه پورې د نیویارک ټایمز د راپور په اړه څه نه‌دي ویلي.

مخکې تر دې چې د افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتېژي اعلان شي، په واشنګټن کې په دې اړه ډېر بحثونه وشول چې د افغانستان په جګړه کې خصوصي امنیتي کمپنۍ ښکېلې شي، خو له دې نظر سره هم په امریکا او هم په افغانستان کې ځینو کسانو مخالفت څرګند کړ.

د افغانستان په جګړه کې د «سي. ای. اې» د کوچنیو ډلو د ګډون په اړه نیویارک ټایمز لیکلي، دا هڅه د ولسمشر ټرمپ د ترورېستي ضد ستراتېژۍ یوه برخه ده.

«سي. ای. اې» په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

دغې ادارې پخوا د افغان طالبانو پر ضد په مستقیم ډول جنګ نه‌کاوه او د دې پر ځای یې ډېر پام یا تمرکز د القاعده شبکې ځپلو او د افغانستان د استخباراتو ملاتړ ته و.

ولسمشر ټرمپ د اګست د میاشتې په وروستیو کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د نوې ستراتېژۍ د اعلانولو پر مهال ویلي وو چې د طالبانو د ځپلو لپاره به محدودیتونه نرم کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته چې اکثره نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووتل، د امریکا او ناټو پوځیانو د افغان طالبانو پر ضد جګړه پای ته ورسوله او د دې پر ځای یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزلو دنده په غاړه واخیسته.

ډونالد ټرمپ ویلي، طالبان باید په دې پوه شي چې د پټېدو ځای نه‌لري او داسې ځای نه‌شته چې هلته امریکايي پوځیان یا وسله رسېدای نه‌شي.

د امریکا پوځ په وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د افغانستان د دولت د وسله‌والو مخالفينو خلاف په ځانګړي ډول، د بې‌پېلوټه الوتکو حملې زیاتې کړې دي.

XS
SM
MD
LG