د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

یو شمېر وکیلان: که داعش خوګیاڼي او حصارک کنټرول کړي د کابل تر دروازو رسېږي


د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې داعش جنګیالي هڅه کوي چې د خوګیاڼو او حصارک ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي او ځان د کابل تر دروازو ورسوي.

دوی د دوشنبې په ورځ د دغې جرګې په عمومي غونډه کې وویل، داعش په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ستراتېژيکې سیمې نیولي چې له امله‌يې د مقابلې لپاره له پکتیا او لوګر ولایتونو ورغلو وسله‎والو طالبانو هم ماتې خوړلې ده.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازې سایمه خوګیاڼۍ او د لوګر د خلکو استازی صاحب خان وايي:

"شپږ-اووه ورځې کېږي چې داعشیانو په خوګیاڼو حمله کړې، د زاويې کلی یې نیولی، هره ورځ د لسګونه کچرو په وسیله داعش اکمالېږي او دا ډله هڅه کوي چې مخکې ولاړ شي، که خوګیاڼي لاره ورکړي، سر به‌یې کابل ته ورسېږي."

"د وزیرو تنګی چې یوه ستراتېژیکه سیمه ده، داعش نیولې او اوس دې ډلې د کږې سیمه تر حملو لاندې نیولې، له پکتیا او لوګره طالبان د مقاومت لپاره ورغلي، خو مقاومت نه‎شي کولای، داعش پلان لري چې ازره او حصارک ولسوالۍ ونیسي."

په ولسي جرګه کې د کابل استازی الله ګل مجاهد وايي، له وزیرو تنګي وروسته د داعش وسله‎والو پلان دا دی چې د جګدلک سیمې ونیسي او ځان د کابل تر دروازو راورسوي.

په ولسي جرګه کې د کابل استازی الله ګل مجاهد
په ولسي جرګه کې د کابل استازی الله ګل مجاهد

نوموړی وايي:

"که ازره ولسوالۍ او جګدلک سیمه‌یې ونیوله خاک جبار ته راځي چې خاک‎جبار ولسوالۍ د کابل دروازه ده، په دې سره د کابل وضعیت نور هم خرابېږي."

بل‎خوا د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د داعش د جنګیالیو له لوري پیل شوې جګړه درېدلې ده.

د دې ولایت ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې د جګړې له امله شااوخوا ۴۰۰ کورنیو خپل کورونه پرېښي چې د نوموړي په وینا له دغو بې‎ځایه شویو کورنیو سره لومړنۍ مرستې شوې دي.

ښاغلي خوګیاڼي دا هم وویل چې په دې نښتو کې د ۱۴ وسله‎والو طالبانو او ۱۲ داعشیانو تر څنګ ۸ سیمه‎ییز ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د جګړې له امله شااوخوا ۴۰۰ کورنیو خپل کورونه پرېښي.

په ورته وخت کې دفاع وزارت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د داعش حملې تائیدوي، خو وايي چې افغان ځواکونو یې پر ضد عملیات پيل کړي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل، په پچیراګام، خوګیاڼو او د کابل په سروبي ولسوالیو کې د دښمن د ځپلو لپاره عملیات روان دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش
د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش

دی وايي:

"زموږ قطعات چې په سیمه کې فعالیت لري، د امکان تر بریده هڅه کوي چې دښمن په سیمه کې ناکام کړي او خلکو ته څه ډول چې امنیت و، راولي."

د ولسي جرګې غړي له حکومته غواړي چې د داعش پر وړاندې پرېکنده جګړه وکړي او اجازه ورنه‌کړي چې له داعش سره د جګړې لمن تر کابل راورسېږي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG