د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

چارواکي: شمال او ختیځ کې د داعش او طالبانو ترمنځ جګړو زرګونه کسان بې‌کوره کړي


د افغانستان په شمال او ختیځ کې چارواکي وايي، په وروستیو کې د وسله‎والو طالبانو او د اسلامي دولت په نوم د وسله‎والې ډلې یا داعش په نښتو کې زرګونه کسان بې‌کوره شوي دي.

د جوزجان والي لطف‎الله عزیزي د مرکزي حکومت له چارواکو سره د خبرو لپاره په کابل کې دی.

هغه تېره شپه ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، وسله‎وال طالبان او داعشیان په قوش‌تپه او درزاب ولسوالیو کې سره جنګېږي.

عزیزي وویل، په وروستۍ یوه اوونۍ کې په دواړو ولسوالیو کې د روانې جګړې له امله لسګونه کورنۍ تېښتې ته اړ شوي او ډېر خلک بې‌کوره شوي دي.

د جوزجان والي لطف‎الله عزیزي
د جوزجان والي لطف‎الله عزیزي

لطف‌الله عزیزي زیاته کړه:

"زما د معلوماتو پر اساس، تر ۵۰۰ زیات داعشیان په درزاب کې د وسله‎والو طالبانو پر وړاندې چې شمېر یې د ۶۰۰ او ۷۰۰ ترمنځ دی، جنګېږي. هغوی عمدتاً د سیمو پر سر نښتې کوي."

عزیزي وویل چې د جګړې له امله په درزاب ولسوالۍ کې ۵۸ ښوونځي تړل شوي او تر ۳۰ زره زیات زده‎کوونکي له زده‎کړې پاتې شوي دي.

وسله‎وال طالبان او داعشیان په قوش تپه او درزاب ولسوالیو کې سره جنګېږي.

د جوزجان والي وویل چې له هغو بې‌کوره شویو کسانو سره چې د شبرغان ښار ته ورتښتېدلي د بېړنیو خوراکي موادو، درمل او خیمو مرستې شوي، خو کافي نه‎دي.

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې هم د ورته ستونزې له امله سلګونه کورنۍ بې‎ځایه شوي او نورو سیمو ته تښتېدلې دي.

د ننګرهار د والي ویاند، عطالله خوګیاڼی
د ننګرهار د والي ویاند، عطالله خوګیاڼی

د ننګرهار د والي ویاند، عطالله خوګیاڼي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل:

"تر دوه زره زیاتې کورنۍ بې‎ځايه شوي دي. په وروستیو کې مرسته کوونکو ادارو او حکومت له ۱۲ سوه کورنیو سره د خوراکي موادو او نورو ضروري توکو مرستې کړي دي. په همدې ډول، پنځه زره ښوونکو او زده‎کوونکو ته چې تېښتې ته اړ شوي، د زده‎کړې امکانات برابر شوي دي."

خو د ننګرهار د والي ویاند ډاډ څرګند کړ چې په ختيځ کې د داعشیانو مقاومت مات شوی دی.

د جوزجان والي هم وویل چې په دوو اوونیو کې به د درزاب او قوش‌تپې ولسوالیو د تصفیې لپاره پوځي عملیات پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کندهار امنیه قوماندان، له ازادي راډیو سره په وروستۍ مرکه کې وویل چې د وسله‎والو طالبانو مشر ملا هبت‌الله تېره میاشت هلمند ته تللی و او خپلو قوماندانانو ته‌یې سپارښتنه کړې وه چې د داعش له وسله‎والو سره له جګړې لاس واخلي ځکه دواړه ډلې د ګډ هدف لپاره جنګېږي، خو وروسته بیا د وسله‎والو طالبانو ویاند دا خبر رد کړ.

XS
SM
MD
LG