د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

استازي: داعش په ننګرهار او جوزجان کې د پخوا په پرتله فعالیتونه پراخ کړي


د افغانستان په یو شمېر شمالي او ختیځو ولایتونو کې د د داعش ډلې د فعالیتونو پراختیا د ولسي جرګې د ځینو استازو او سیمه ییزو چارواکو اندېښنې راپارولي دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري د پنجشنبې په ورځ د «۱۳۹۶کال لړم۰۴» ازادي راډيو ته وویل چې د پخوا په پرتله د داعش ډله خپل فعالیتونه د ننګرهار په خوګیانیو، اچین او هسکې مینې ولسوالیو کې د بهرنیو سلاکارانو په حضور کې مخ ته وړي.

خو نوموړي د داعش ډلې د بهرنیو سلاکارانو په اړه ډېر معلومات ورنه کړل.

په ورته وخت کې په ولسي جرګې کې د ننګرهار استازي عصمت الله شینواري هم ازادي راډيو ته وویل، داعش ډلې په دې ولایت کې خلکو ته خبرداری ورکړی، که چېري د نوموړې ډلې له فرمان نه سرغړونه وکړي له ناوړه برخلیک سره به مخ شي.

شینواری: داعش ډلې خلکو ته خبرداری ورکړی دی.
شینواری: داعش ډلې خلکو ته خبرداری ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"اوس مهال داعش خوګیاڼو ته مخه کړې او د وزیرو تنګي سېمه یې نیولې ده، خلکو ته یې هم خبرداری ورکړی چې باید له هغوی سره یوځای شي او که چېري د دغې ډلې له فرمان نه سرغړونه وکړي، د شینوارو د خلکو له برخلیک سره به مخ شي او زموږ غوښتنه داده چې د دغې ډلې د لمنځه وړلو لپاره ځانګړې پاملرنه وشي."

په ننګرهار کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د امریکا دفاع وزیر جیمز مټېس او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ کابل ته په خپل وروستي سفر کې ویلي چې داعش ډله په ننګرهار کې ځپل شوې او د سر پورته کولو توان نه لري.

له دې ټولو سره په ننګرهار کې د داعش پر مرکز د امریکا د تر ټولو ستر غیر هستوي بم له غورځولو وروسته امریکايي چارواکو ویلي وو چې په دې حملې کې د داعش ډلې له سلو ډېر غړي وژل شوي او دا ډله په ننګرهار کې له ماتې سره مخ شوې ده.

خو دا یوازې ننګرهار نه دی چې اوسېدونکي یې د داعش ډلې له فعالیتونو اندېښمن دي، بلکې د دغې ډلې له حضور او فعالیتونو نه د افغانستان په شمالي ولایتونو کې هم اندېښنې را پورته شوي دي.

په ولسي جرګې کې د سرپل استازي وايي، داعش په درزاب او قوش تیپې ولسوالیو کې روزنیز مرکزونه لري او خلک دې ته اړ کوي چې د دوی لیکو ته ورشي.

د جوزجان والي لطف الله عزیزي ازادي راډيو ته وویل، داعش ډلې په دې ولایت کې خپل فعالیتونه پراخ کړي او د خپلو مرکزونو په جوړولو لګیا دي.

نوموړي زیاته کړه:

"په قوش تیپې او درزاب ولسوالیو کې د داعش فعالیتونه ښکاره دي، په ورته وخت کې دوی خپل ترهګريز فعالیتونه پرمخ وړي، په سیمه کې د دوی د زیاتوالي، تخریبي فعالیتونو او د دوی ډار او وحشت، له امله ۱۲۰۰نه زیاتو کورنیو خپل کورونه پریښې دي."

د افغانستان دفاع وزارت تردې وړاندې ویلي چې د داعش ملاتړ په دې هېواد کې د پاکستاني حلقاتو لخوا کېږي او د دغې ډلې غړي له پاکستان نه افغانستان ته راځي.

خو د حکومت له جدي اقداماتو سره سره بیا هم د دغې ډلې فعالیتونو د خلکو اندېښنې راپارولي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د دغې ډلې په وړاندې له جدي اقداماتو خبر ورکوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل، دامهال د داعش په وړاندې په څو ولایتونو کې عملیات روان دي او دغې ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

وزیري: د داعش په وړاندې عملیات روان دي.
وزیري: د داعش په وړاندې عملیات روان دي.

نوموړي زیاته کړه:

"داعش ته د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ په تنګي سیمه کې درانه تلفات اوښتي دي او همدارنګه په جوزجان کې هم دې ډلې ته تلفات اوښتي دي، موږ د ټولو تروریستي ډلو په وړاندې عملیات کوو، داعش چې یوه نړیواله تروریستي ډله ده په افغانستان کې ځای نه لري او موږ د دغې ډلې فعالیت ته اجازه نه ورکوو."

نوموړي وویل، د دغې ډلې فعالیتونه له منځه وړل شوي او د دوی فعالیتونه یوازې په ننګرهار او جوزجان کې محسوسېږي.

خو په ولسي جرګې کې د شمالي او جنوب ختیځو ولایتونو یو شمېر استازي وايي چې د داعش ډله د کسانو په استخدام او د فعالیتونو د پراخېدو په هڅه کې ده او د راتلونکي پسرلي لپاره چمتووالی نیسي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG