د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

په درزاب کې د داعش فعالیت خلک د درملو او خوراکي موادو له کمښت سره مخ کړي


د جوزجان سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د داعش ډلې د فعالیتونو له زیاتېدو اندېښنه څرګندوي.

دغه چارواکي وايي، د داعش ډلې د بریدونو له امله ډېری خلک په خپلو کورونو کې بند پاتي دي او د د دارو درملو او خوراکي موادو له کمښت سره مخ دي.

د درزاب سرپرست ولسوال باز محمد داور د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دې ولسوالۍ کې ټول ښوونځي تړل شوي او نېږدې اتیا سلنه ملکي وګړي نورو سیمو ته ګډه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"په درزاب ولسوالۍ کې نېږدې زرو پوري داعشیان فعالیت کوي، د امنیه قوماندانۍ ودانۍ ته نېږدې خپل تسلط لري او ټول ښوونځي یي تړلي چې په دې سره زموږ۱۸ زره او پنځه سوه زده کوونکي له زده کړي محروم پاتې دي، دغو داعشیانو کې ازبکستانيان، چیچینيان او پاکستانیان شامل دي، دغه ولسوالي چې یو لکو شل زره نفوس لري اتیا سلنه يي نورو سیمو ته ګډه شوې دي."

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د داعش او طالب جنګیالیو له درزاب او قوش ‌تپې ولسوالیو څخه نېږدې ۳۲ ملکي وګړي برمته کړي خو د جوزجان ولایت چارواکو ازادي راډیو سره په خبرو کې دا راپورونه رد کړل.

په ورته وخت کې د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري د یکشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې ومنله چې په دغه ولایت کې د داعش ډلې فعالیتونه ډېر شوي او باید مرکزي حکومت د وسله والو مخالفینو په وړاندې پوځي عملیات وکړي.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په جوزجان کې د داعش د ځپلو لپاره پراخ پوځي عملیات پیل شوي او په دغه ولایت کې راپیدا شوي اندېښنې به ډير ژر هوارې شي.

دولت وزیري
دولت وزیري

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په جوزجان ولایت کې عملیات پیل کړي دي، دښمن ته درانه تلفات اوښتي دي او ډېر ژر به شته اندېښنې له منځه ولاړې شي، داعش ته په جوزجان کې پخوا هم ډېر تلفات اوښتي دي، قوماندانان يې وژل شوي دي، او اوس مهال زموږه تصفیه او پوځي عملیات روان دي."

داعش ډلې نېږدې دوه کاله وړاندې د ننګرهار په اچین، هسکې مېنې او یو شمېر نورو ولسوالیو کې فعالیت پيل کړ چې د افغان ځواکونو له تند غبرګون سره مخ شول.

څو ورځې وړاندې د ارزګان د دهراود ولسوالۍ امنیه قوماندان ازادي راډيو ته ویلي وو چې دغې ډلې په ارزګان کې هم فعالیتونه پیل کړي خو دفاع وزارت تل ټينګار کړی چې د دغې ډلې د غړو شمېر دا مهال له زرګونو، سلګونو ته راښکته شوی او له ماتې سره مخ دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG