د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۹:۰۸

جنرال رازق: ملا هبت‌الله طالبانو ته له داعش سره د نه‌مخالفت امر کړی


د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله له پاکستانه د هلمند موسی کلا ولسوالۍ ته تللی او هلته‌يې خپلو وسله‌والو ته د هوايي عملیاتو په مقابل کې د جنګي تاکتیکونو د بدلېدو او له داعش وسله‌والو سره د نه‌مخالفت امر کړی دی.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو مشر مولوي هبت‌الله ۱۱ ورځې مخکې د پاکستان د استخباراتي ادارې «ای. اس. ای» د غړو په مرسته د پاکستان د بلوچستان د ګریجنګل او د هلمند د بهرامچي د لارې موسی کلا ولسوالۍ ته تللی او هلته‌یې د خپلې ډلې د نږدې ۱۵ ولایتونو د نظامي مسؤلینو او وسله‌والو سره لیدلي دي.

د جنرال رازق په وینا، ملا هبت‌الله وسله‌والو طالبانو ته ویلي چې د دوی او د داعش وسله‌والو هدف یو دی او له دې وروسته دې مخالفت نه‌ورسره کوي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق
د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق

ښاغلي رازق زیاته کړه:

"یو هدف‌يې دا و چې دوی د هوايي عملیاتو په مقابل کې چې په دې اوس وخت کې زیات شوي، څنګه جنګي چریکي تاکتیک بدل کړي، دوهم لوی مجلس‌یې پر دې و چې د داعش، القاعده او نورو ترورېستي ډلو هدف یو دی، نو په خپل منځ کې یې باید د داعش سره مشکل جوړ نه‌شي، ځکه دوی هم د نظام سره مخالفت کوي او هغوی هم."

جنرال رازق وايي، ملا هبت‌الله سره په دې سفر کې د طالبانو د استخباراتو مشر ملا شیرین، د مالي کمېسیون مشر ملا ګل اغا، د نظامي کمېسیون مشر صدر ابراهیم او د اکمالاتو مسؤل نعیم بړېڅی ملګري وو.

قوماندان وايي، ملا هبت‌الله او ملګري يې په موسی کلا کې له ۲ ورځو تېرولو وروسته، بېرته د بهرامچي له لارې پاکستان ته انتقال شوي دي.

د هلمند ځايي چارواکو د جنرال عبدالرازق د دې څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي، خو قاري یوسف احمدي چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند بولي ازادي راډیو ته په یوه استولي پیغام کې له وسله‌والو طالبانو سره د ملا هبت‌الله لیدنه او د هغوی له کارونو څارنه یوه عادي پروسه بللې، خو له داعش سره د جګړې نه‌کولو خبره‌یې رد کړې ده.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG