د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

اندونیزیا له افغانستان سره د سولې او په نورو بېلابېلو برخو کې مرسته کوي


افغان چارواکي کابل ته د اندونیزیا د بهرنیو چارو د وزیرې سفر د هغه هېواد له‌خوا د دوستانه اړیکو د پیل پیلامه بولي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني وايي، له خپلې اندونیزیایي سیالې سره د کابل او جاکارتا پر دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو یې مفصلې خبرې کړې دي.

ښاغلي رباني چې د دوشنبې په ورځ‌ د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې ریتنو مارسودي سره په کابل کې ګډې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، اندونیزیا لېواله ده چې له افغانستان سره د سولې، سوداګرۍ، وړتیاوو لوړولو، د خلکو او عالمانو ترمنځ د اړیکو رامنځته کولو او افغان ځوانانو ته د بورسونو د ورکړې په برخه کې همکاري وکړي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره ریتنو مارسودي له افغان سیال سره
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره ریتنو مارسودي له افغان سیال سره

دی وايي:

"په هغه کتنه کې چې د مېرمن مارسودي سره مې لرله، موږ د افغانستان او اندونیزیا په همکاریو مفصلې خبرې او ګټورې موافقې وکړې، زموږ د بحث یو عمده ټکی د سولې په پروسه کې د اندونیزیا مرسته او ملاتړ دی په همدې ډول د سوداګريزو اړیکو پر پراختیا مو موافقه وکړه."

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره، د افغان حکومت په بلنه د دوه اړخیزو اړیکو د موضوعاتو پر سر د خبرو اترو لپاره د دوشنبې په ورځ په یوه ورځني سفر کابل ته راغلې وه.

دا نږدې ۵۷ کاله وروسته کابل ته د کوم اندونیزیايي لوړپوړي چارواکي لومړی سفر دی.

د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د اړیکو د بیا پیلېدو لپاره ولسمشر محمد اشرف غني هم د روان میلادي کال د اپرېل په میاشت کې هغه هېواد ته سفر کړی و.

ښاغلي غني د دوشنبې په ورځ د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې سره په کتنه کې د سولې، اقتصاد، وړتیاوو او د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د اړیکو په برخه کې د هغه هېواد رول مهم یاد کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي اندونیزیا ورته په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو جوړولو او همکاریو ژمنه ورکړې.

ولسمشر غني په دغې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې وغوښتل تر څو د خپل هېواد سوداګر او پانګه‌وال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

افغان چارواکي له اندونیزیايي چارواکو سره د کتنې پر مهال
افغان چارواکي له اندونیزیايي چارواکو سره د کتنې پر مهال

په همدې ډول ښاغلي غني ټینګار کړی چې افغان حکومت لېواله دی تر څو د سولې د ټینګښت په برخه کې د اندونیزیا له مثبتو تجربو ګټه واخلي.

ټاکل شوې چې د دې هدف لپاره د سولې د عالي شورا رئیس ډېر ژر هغه هېواد ته سفر وکړي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ریتنو مارسودي د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح‌الدین رباني سره په ګډه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې هېواد یې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره اړیکو ته لېواله دی.

اغلې مارسودي وویل، اندونیزیا د دغو اړیکو د پراختیا په هڅه کې ده او د دې هدف لپاره به ډېر ژر د هغه هېواد د صنایعو وزیر او سوداګر کابل ته سفر وکړي.

نوموړې وویل:

"د دواړه هېوادونو ترمنځ پېژندل شوي موضوعات شته چې دوه اړخیزه اړیکو ته لوری ورکړي، زه‌یې څو یادوم د اقتصاد په برخه کې د اندونیزیا حکومت او کمپنۍ چمتو دي چې په افغانستان کې بېلابېلې پروژې پلي کړي د دې تر څنګ په ټولنیزو او نورو برخو کې مرسته او کار دی."

د شنونکو په باور له اندونیزیا سره د افغانستان اړیکې چې په اسلامي نړۍ کې د ډېر نفوس او سوداګرۍ لرونکی دی د خورا اهمیت وړ دي.

له ډلې یې حکمت‌الله احسان ازادي راډيو ته وویل، افغانستان باید په دې سفر کې شوې ژمنې تعقیب کړي تر څو د همکاریو دا لړۍ عملاً پیل شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG