د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

غني: اندونیزیا د سولې او سیاسي ثبات په ټینګښت کې مرسته کوي


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د اندونیزیا حکومت به د سولې او سیاسي ثبات په ټینګښت کې مرسته ورسره وکړي.

ښاغلي غني وویل، د اندونیزیا دیني عالمان به د سولې له عالي شورا او له حکومت سره د همکارۍ له لارې، زمینه ورته برابره کړي چې له افراطي ډلو سره مبارزه کې د اندونیزیا له تجربې کار واخیستل شي.

ولسمشر غني په حکومتدارۍ کې د اندونیزیا له تجربې د کار اخیستلو په اړه وویل:

"اندونیزیا داسې هېواد دی چې له دکتاتورۍ د ډموکراسۍ په لور تللی، کورني اختلافونه‌یې له سیاسي لارو حل کړي او دا یو لوی درس دی. له همدې امله به د اندونیزیا پېژندل شوې څېرې د افغانستان له حکومت او د سولې له عالي شورا سره همکاري کوي څو هم د افغانستان په سوله کې مرسته وکړي."

اندونیزیا د وګړو د شمېر له مخې د نړۍ تر ټولو ستر اسلامي هېواد دی.

اندونیزیا توانېدلی ټولنیزو او سیاسي توپيرونو ته ښه ځای ورکړي، د اسیا له مهمو اقتصادي قدرتونو ګڼل کېږي او سیاسي ثبات لري.

ښاغلي غني اسټرالیا، اندونیزیا او سنګاپور ته د خپل وروستي سفر په اړه پرون یکشنبه کابل کې خبریالانو ته معلومات ورکړل.

د اندونیزیا حکومت او د هغه هېواد د ستر اسلامي مرکز په مرسته په افغانستان کې پر داسې پروژه چې یو اسلامي مرکز، یو روغتون، یو کتابتون او یو د غونډو ځای په‎کې شاملېږي، کار وشو.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دوی په مرسته جوړ شوی جومات د ۲۰۱۶ میلادي کال په پای کې فعال شو او اوس کابل کې د داسې یوه روغتون په جوړولو کار کوي چې ښځو او ماشومانو ته به روغتیايي مرستې کوي.

اسټرالیا ته د سفر په اړه، ښاغلي غني وویل چې هغه هېواد ژمنه ورسره کړې چې د ماینونو په خنثی کولو، د اوبو د مدیریت او کرنیزو چارو په عصري کولو کې به مرسته وکړي.

غني: اسټرالیا ژمن دی چې د ماینونو په خنثی کولو برخه کې به مرسته کوي.
غني: اسټرالیا ژمن دی چې د ماینونو په خنثی کولو برخه کې به مرسته کوي.

محمد اشرف غني وویل:

"لومړۍ مسئله د اوبو مدیریت دی، اسټرالیا د اوبو د مدیریت تر ټولو ښه سیسټم لري. د هغوی یو سیند د افغانستان یو نیم چند سیمه اوبه کوي. موږ د اوبو پنځه حوزې لرو. اسټرالیا به په‎دې اړه چې موږ د اوبو د بندونو تر منځ څرنګه ارتباط ټینګ وساتو، همکاري راسره وکړي."

ولسمشر غني د خپل سفر د وروستۍ برخې په اړه وویل چې افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې او د ښې ادارې په جوړولو کې د سنګاپور له تجربې کار اخیستلی شي.

ولسمشر غني څرګنده کړه چې یو شمېر افغان چارواکي به د اداري فساد پر ضد د مبارزې د لارو چارو د زده‎کړې لپاره سنګاپور ته واستول شي.

غني: ۳ ننګونې ترورېزم، نشه‌يي توکي او اداري فساد افغانستان ګواښي

هغه دې هېوادونو ته د خپل سفر د هدف په اړه وویل:

"د نړۍ د اقتصاد په ډګر کې نن ورځ درې مسئلې مهمې دي. اول دا چې له چا سره تجارت کوو. دوهم دا چې د چا پانګونه غواړو او درېیم دا چې له چا د نظم زده‎کړه کوو چې نظم راولو."

د افغانستان ولسمشر تېره اوونۍ اسټرالیا، اندونیزیا او له هغه ځایه سنګاپور ته ولاړ.

XS
SM
MD
LG