د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

ولسمشر غني د خپل بهرني سفر وروستي پړاو کې سنګاپور ته ورسېد


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني اسټرالیا او د اسیا جنوب ختیځ ته د سفر په وروستي پړاو کې نن په سنګاپور کې دی.

تمه ده ولسمشر محمد اشرف غني د سنګاپور له پانګه والو وغواړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

ظاهراً سنګاپور ته د ولسمشر غني د سفر هدف افغانستان ته د پانګوالو پام اړول دي.

د ولسمشر د ویندوی دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر غني به سنګاپور ته په سفر کې په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې وکړي.

شاه حسین مرتضوي.
شاه حسین مرتضوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ولسمشر تمرکز پر دې دی چې موږ څنګه کولی شو په بېلابېلو برخو کې د سنګاپور له تجربو کار واخلو او هم د سنګاپور سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوو."

پوښتنه دا ده چې ولسمشر غني به څومره وتوانېږي د سنګاپور سوداګر په افغانستان کې کار کولو ته وهڅوي؟

د افغانستان ناامنۍ په دغه هېواد کې د بهرنیو پانګوالو په وړاندې یو عمده خنډ دی اوبل خوا په افغانستان کې بنسټونه هغسې نه دي چې بهرني پانګوال په دغه هېواد کې کار ته زړه ښه کړي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سید مسعود د بهرنیو پانګوالو په وړاندې اساسي خنډونه داسې یادوي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ له بده مرغه په افغانستان کې پنځه شیان نه لرو، امنیت، پیاوړی دولت، بنسټونه، قانون او د بهرنیو پانګونو د کارولو فرهنګ نه لرو، دغه فرهنګ په حقیقت کې د بنسټونو بنسټ دی چې باید جوړ شي، خو له بده مرغه په افغانستان کې نه دی جوړ شوی، له دې وضعیت سره چې دلته شته تر یوه حده به ښاغلي غني ته ستونزمنه وي، خو زه د هغه هلې ځلې ستایم چې هلته ځي او د افغانستان لپاره پیسې راوړي، که وکولی شي، ډېر ښه دی او باید ښه مدیریت شي."

ولسمشر غني سنګاپور ته تر سفر دمخه تقریباً دوی ورځې په اندونیزیا کې تېرې کړې.

ولسمشر په اندونیزیا کې پانګوال په افغانستان کې کار کولو ته وهڅول چې دا کار ظاهراً سخت ښکارې دی.

اندونیزیایي ورځپاڼې جاکارتا پوسټ د اندونیزیا د ولسمشر د مرستیال یوسف کالا په حواله راپور ورکړی چې د دې هېواد پانګوال د ناامنیو له کبله په افغانستان کې پانګونې ته ډېره لېوالتیا نه لري.

د جاکارتاپوسټ په وینا ښاغلي کالا له ولسمشر غني سره تر لیدو وروسته وړاندیز کړی چې د پانګوني پرځای ښه دا ده افغانستان اواندونیزیا د سوداګرۍ او یا صادراتو او وارداتو په برخه همکاري ډېره کړي.

خو د کابل پوهنتون استاد سید مسعود له دې وړاندیز سره موافق نه دی.

نوموړي زیاته کړه:

"په تجاري پانګونې کې دا سمه ده چې تاجران راځي هغوی کار کوي او موږ به له هغو واردات ولرو، خو موږ به څه شی اندونیزیا ته صادر کړو؟ په دې توګه هغوی یوازي خپل کالي موږ ته صادروي، فکر کوم تجاري پانګونه ښه ده، د صنعتي پانګونې ځای نیول یې ډېر خراب کار دی."

له دې باورونو سره سره د افغانستان د اقتصاد وزارت وایي، دغه هېواد د میلیاردونو ډالرو پانګوني د جذب ظرفیت لري.

د دغه وزارت ویاند سهراب بهمن د روانې اوونۍ په ترڅ کې ازادي راډیو ته وویل، افغانستان تر سلګونو میلیاردو حتی تر ترلیون ډالرو پوري د پانګونې د جذب ظرفیت لري.

نوموړي په ځانګړي ډول د انرژۍ د تولید سکټور په افغانستان کې د پانګونې لپاره یوه لویه برخه وبلله.

XS
SM
MD
LG