خبرونه
غني: غواړم د نړیوالو له ذهنه د جګړه ځپلي افغانستان انځور پاک کړم
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي په افغانستان کې د مثبتو پرمختګونو او ښو فرصتونو په څرګندولو غواړي د نړیوالو له ذهنه د جګړه ځپلي افغانستان انځور پاک کړي.
ښاغلي غني نن د اندونیزیا د ولسمشر له مرستیال یوسف کالا سره په کتنه کې وویل چې ډېر وخت یې پر افغانستان د تحمیل شوې جګړې پر مدیریت تېرېږي خو د سولې لپاره د انکشافي پروګرامونه عملي کول غواړي او د له لاسه تللو فرصتونو د بېرته ګټلو هڅې کوي.
ښاغلي غني نن ورځ په اندونیزیا کې تېره کړه. هغه له اندونیزیا سنګاپور ته ځي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د بشري حقونو د فعالانو ټولنه: طالبان دې د یفتل پېښې په تړاو د نیولو کسانو جبري اعترافونه نه اخلي
د بشري حقونو د فعالانو ټولنې په بدخشان ولایت کې د طالبانو له خوا د یو شمیر کسانو د نیولو او شکنجې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغې ټولنې پرون ماښام د یو بیان په خپرولو سره ویلي،" د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ له پېښه وروسته په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوي چې په کې ښکاري طالب ځواکونو یو شمیر کسان نیولي او جبري اعترافونه يې اخلي".
د دې ټولنې په ټکو،" هیڅ څوک باید د توقیف پرمهال د شکنجې، سپکاوي او جبري اعترافونو سره مخ نشي".
ازادي راډیو په خپلواکه توګه د دغو ویډيوګانو کراره والی نشي تاییدولی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو راتلونکې اوونۍ فیلیپین ته ځي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو راتلونکې اوونۍ فیلیپین ته ځي څو د جنوب خیتځي اسیا هېوادونو له چارواکو سره وګوري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بیان له مخې، روبیو به د جنوب ختیځې اسیا د غړو هېوادونو د ټولنې له ناستې سربیره په دوو نورو ناستو کې ګډون وکړي.
تمه ده هغه به د دې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره هم وګوري.
د جنوب خیتځې اسیا یا (اسه ان)ه ېوادونو ناسته د جولای له ۲۱مې تر ۲۳مې د فیلپین په پلازمینه مانیلا کې ترسره کیږي.
د ایران او امریکا ترمنځ روانه شخړه د ناستې د اجنډا یوه مهمه برخه ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روبیو د سفر موخه په سیمه کې د چین د نفوذ مخنیوی او په د ایران په مسله کې د امریکا د ښکلیتا سربیره جنوب خیتځې اسیا ته د امریکا پاملرنه یاده کړې ده.
سنټکام په سوریه کې د امریکا پر پوځي اډو د بریدونو ادعاوې رد کړي
سنټکام په سوریه کې د امریکا پر پوځي اډو د بریدونو ادعاوې رد کړي.
په منځني ختیځ کې د امریکا مرکزي قومندانۍ سنټکام د جمعې په ورځ (د جولای ۱۷مه) پر خپلې ایکس پاڼه لیکي،" په وروستیو ورځو کې په سیمه کې د امریکا پر هیڅ یوې پوځي اډې برید نه دی شوی او نه هم کوم امریکايي سرتیری وژل یا نیول شوی دی".
د ایران د سپاه پاسدارن ځواکونو ادعا کړې وه چې په سوریه کې يې د امریکا پر التنف پوځي اډې بریدونه کړي او یو شمیر امریکايي سرتیري يې وژلي دي.
دا ادعاوې په داسې حال کې دي چې په وروستیو شپږو ورځو کې په دوامداره توګه امریکا د ایران پر بیلابیلو ښارونو بریدونه کوي.
ایران بیا په منځني خیتځ کې هغه هېوادونه په نښه کوي چې د امریکا د پوځي اډو کوربه دي.
سلګونه افغانان د پاکستان له توقیف خونو ازاد او خپل هیواد ته ستانه شوي
افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي روانه اونۍ څه دپاسه ۱۴۰۰ افغان کډوال چې پاکستان کې بندیان وو ، ازاد او هیواد ته ستانه شول.
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د پنجشنبې خبرپاڼه کې وویل یادو کسانو کې کورنۍ او انفرادي وګړي شامل وو چې ۱۰۸۳ تنه یې د تورخم او ۳۳۳ کسه نور د سپین بولدک له لارې ستانه شول.
خبر زیاتوي چې دغه کسان د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولیږدول شول.
یاد کسان په داسې حال کې افغانستان ته ستنیږي چې د پاکستان حکومت د جولای میاشتې له لسمې نیټې راهیسې د افغان کډوالو د نیولو نوې لړۍ پیل کړې.
پاکستاني چارواکي د افغانانو د نیولو لپاره خپل نوی کمپاین د هغو بهرنیانو خلاف "عملیات" بولي چې د دوی په وینا، د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
ملګري ملتونه وايي له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا ۶ ملیونه افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
امریکايي ځواکونه وايي په ایران یې د تیرې شپې بریدونه پای ته ورسول
منځني ختیځ کې دامریکايي ځواکونو قومانداني ( سنتکام ) وايي په ایران د تیرې شپې نوي بریدونه یې پای ته رسولي دي.
د سنتکام اعلامیه وايي دغه بریدونه چې د تهران په وخت تیره شپه ۲۱:۳۰ پیل شول د جمعې په سهار۵:۱۰ پای ته ورسیدل.
اعلامیه زیاتوي چې ددغو عملیاتو په ترځ کې لسګونه اهداف لکه دافع هوا تجهیزات ، لوژیستیکي او پوځي زیربناوې او د ساحلي رادار تاسیسات له مینځه وړل شوي دي.
بلخوا ایراني رسنیو د وسله والو ځواکونو په حواله په سیمه کې امریکايي اډو باندې د ایران لخوا د نویو بریدونو خبر ورکړ.
ایراني رسنۍ رپوټ ورکوي چې د ایران اردو او سپاه پاسداران ځواکونو د عراق د کردستان په اربیل ، بحرین او په قطر کې د العدید په اډه بریدونه کړي دي.
قطر مخکې د ایران له لوري دیوه بل برید په وړاندې د خپل غبرګون د هڅو خبر ورکړی و.
ریاض یو ځل بیا د سیمې په هیوادونو د ایران «غیرموجه» بریدونه وغندل
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د ایران هغه بریدونه چې د کوېټ، بحرین او اردن په ګډون پر عربي هېوادونو شوي، «غیرموجه» وبلل او په کلکو ټکو یې وغندل.
په اعلامیه کې ویل شوي چې ریاض د خپلو عربي ګاونډیو د هغو متقابلو اقداماتو ملاتړ کوي چې د ایران د «دښمنانه» کړنو پر وړاندې یې ترسره کوي، او ټینګار یې کړی چې سعودي عربستان د هغوی تر څنګ ولاړ دی.
د تېر کال د کب میاشتې په پیل کې، کله چې امریکا او اسرائیل په ګډه پر ایران برید وکړ، د ایران سپاه پاسداران ځواکونو په ځواب کې د فارس خلیج په عربي هېوادونو د بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.
خو د ایران بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې د غو بریدونو کې د عربي هېوادونو خلک او تاسیسات نه، بلکې امریکايي پوځي اډې په نښه شوي دي. اما سره له دې چې دغو بریدونو امریکايي اډو ته د پام وړ زیانونه اړولي، د عربي هېوادونو ملکي ساحې ، ودانۍ او نور تأسیسات یې هم څو ځله زیانمنې کړي دي.
د راپورونو له مخې، د ایران حکومت پر متحده عربي اماراتو تر اسرائیلو هم زیات بریدونه کړي دي.
تر اوسه دغو عربي هېوادونو یوازې د غندنې اعلامیې خپرې کړې دي او د ایران د بریدونو پر وړاندې یې ګډ پوځي غبرګون نه دی ښودلی. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د تیرې سېشنبې په ورځ هم ورته یوه اعلامیه خپره کړې وه.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه: په افغانستان کې د ښځو اړوند بنسټونه له سختو فشارونو سره مخ دي
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) ویلي چې په افغانستان کې د ښځو اړوند بنسټونه له سختو فشارونو سره مخ دي.
دغه اداره په خپل تازه راپور کې وايي، هغه بنسټونه چې د افغان ښځو او نجونو لپاره د ملاتړ وروستۍ حیاتي سرچینه بلل کېږي، د بودجې د کمښت او د ښځو پر کار او تګ راتګ د محدودیتونو له امله د خپلې بقا لپاره مبارزه کوي.
د دې ادارې د سروې له مخې، درې پر څلورمه برخه هغه بنسټونه چې ښځو ته خدمتونه وړاندې کوي، د بودجې له کمښت سره مخ شوي دي.
دغه راز ، نیمه برخه دغو بنسټونو د بودجې د کمښت له امله خپل ۹۲ سلنه کارکوونکي له لاسه ورکړي دي.
په سروې کې له ګډونوالو بنسټونو څخه تر نیمايي زیاتو ویلي چې د بودجې د نشتوالي له امله به روان کال یا خپل فعالیتونه ودروي او یا به په بشپړ ډول وتړل شي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، دا بنسټونه په داسې حال کې له ستونزو سره مخ دي چې د طالبانو له لوري د ښځو پر زده کړو، کار او تګ راتګ د محدودیتونو له امله د روغتیايي خدمتونو، زده کړو، د معیشت د ملاتړ او بشري مرستو په وړاندې کولو کې د دوی رول تر بل هر وخت ډېراړین دی.
اوچا: د نجونو پر زدهکړو پانګونه د افغانستان پر راتلونکي پانګونه ده
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، د نجونو پر زدهکړو پانګونه د افغانستان پر راتلونکي پانګونه ده.
اوچا د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۵مه، په خپلې اېکسپاڼې ولیکل چې زده کړې هیله او فرصتونه رامنځته کوي.
اوچا د بامیان ولایت د یوې مور خبره هم رااخیستې چې د دې پوښتنې په ځواب کې چې، « له زده کړو د نجونو محرومیت څه معنا لري؟» ویلي: «وېره لرم چې لور به مې هېڅ راتلونکی ونه لري.»
نږدې پنځه کاله کېږي چې د طالبانو حکومت نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو منع کړې دي.
د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر حقونو د طالبانو دا بندیزونه او نور محدودیتونه د نړیوالې ټولنې له پراخو نیوکو سره مخ شوي دي، خو طالبانو تل ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.
افغانستان، ایران او تاجکستان د یو ځمکني دهلیز د ایجاد هوکړه لاس لیک کړه
افغانستان کې د طالبانو د حکومت، ایران او دتاجکستان چارواکو د سوداګري لپاره د یو ځمکني دهلېز د جوړولو تفاهم لیک امضاء کړ.
د هوکړې له مخې، ټاکل شوې چې د ایران یوه تجارتي محموله په راتلونکې میاشت کې د ازمایښتي پروګرام په توګه د افغانستان له لارې تاجکستان ته ولېږدول شي.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او ایراني رسنیو د پنجشنبې په ورځ ددې موضوع خبر خپور کړ.
د ایران د سړکونو او ښار جوړونې وزارت چارواکو ویلي، د دې ازمایښتي محمولې په لېږد سره غواړي د لارې لګښتونه، وړتیا او احتمالي ستونزې وارزوي.
په غزې تړانګې د اسراییلو په تازه بریدونو کې ۵ کسان وژل شوي
د فلسطین روغتیایي چارواکي وايي چې د پنجشنبې په ورځ په غزې تړانګه د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي دي.
ډاکترانو ویلي چې دوه تنه تفاح سیمې ته نږدې په هوايي بریدونو او یو بل کس زیتون سیمې ته نږدې د ټانک په مرمیو وژل شوي.
دوه نور کسان د غزې په لویدیځ کې د کډوالو په یوه کمپ او په خان یونس کې په یوه موټر باندې په برید سره وژل شوي.
د اسراییلو پوځ لا د دغو بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي.