د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

هېواد: ولسمشر غني د اسټرالیا، اندونیزیا او سینګاپور همکارۍ جلب کړې


افغان ولسمشر د سینګاپور له صدراعظم سره.
افغان ولسمشر د سینګاپور له صدراعظم سره.

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د نورو مطالبو تر څنګ استرالیا، اندونیزیا او سینګاپور ته د ولسمشر غني د سفر په اړه یو شمېر مطلب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د ګاردین بریتانیايي ورځپانې په حواله په خپل یو مطلب کې لیکلي، د اسټرالیا صدراعظم له ولسمشر غني سره په کتنه کې له افغانستان څخه د نوموړي هېواد په ملاتړ ټینګار کړی خو له اسټرالیا څخه د افغان کډوالو پر اجباري ایستلو خبرې نه دي شوي.

په مطلب کې د ورځپاڼې په حواله راغلي چې دا ولسمشر غني ویلي چې په یاده برخه کې خبرې نه دي شوي، حال دا چې د مطلب د لیکونکي په حواله نوموړي هېواد ته د افغان ولسمشر د سفر پر مهال یو شمېر افغان کډوالو مظاهره وکړه او ویې ویل چې که د اسټرالیا حکومت په اجباري ډول افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي په افغانستان کې د شکنجې او ان د مرګ له ګواښ سره مخ کېدلای شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم یادو هېوادونو ته د ولسمشر غني د سفر په اړه لیکلي دي چې دا عنوان یې ورکړی دی، ولسمشر غني د اسټرالیا، اندونیزیا او سینګاپور همکارۍ راجلب کړې.

په سرمقاله کې راغلي، درېواړو هېوادونه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې پانګونو، ګډو همکاریوو او ګډ کار ته چمتو شول چې د سرمقاله لیکونکي په باور دا همکارۍ ډېرې ګټورې دي او ورسره به له یادو هېوادونو سره د افغانستان اړیکي هم پراخ شي.

په سرمقاله کې دا هم راغلي چې د ولسمشر غني دا سفر د افغانستان لپاره یو تاریخي، بې بېلګې او له سترو لاسته راوړنو ډک دی.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، له اسټرالیا نیولې تر سینګاپوره پورې افغان ولسمشر وکولای شول چې د دریوو صنعتي هېوادونو همکارۍ او پانګونې راجلب او د افغانستان ښه انځور په سیمه او نړۍ کې خپور کړي، د ده په خبره د د افغانستان د ثبات، پرمختګ او سوکالۍ لپاره ستر ګام او مهم پرمختګونه دي.

افغانستان ما:

افغانستان ما خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې سینګاپور ته د ولسمشر غني د سفر او هلته یې د څرګندونو په اړه لیکلي دي.

په مطلب کې راغلي، ښاغلي غني ویلي، له دې سره – سره چې د تحمیلي جګړو له امله په افغانستان کې ګڼ فرصتونه ضایع شوي، خو دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره ښه مساعد دی چې هیله من یو وکولای شو د نړیوالو شریکانو د تخنیکي پوهې، مهارتونو او تجربو په رڼا کې ورڅخه استفاده وشي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې ښاغلي غني په خپلو خبرو کې، ترورېزم او د مخدره موادو قاچاق د سیمې او نړۍ د امنیت، ثبات او پرمختګ لپاره یو جدي ګواښ ګڼلی دی.

XS
SM
MD
LG