د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

اندونیزیا ته د ولسمشر غني د سفر په اړه د جاکارتا ټایمز ورځپاڼې تبصره


جاکارتا ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې اندونیزیا ته د ولسمشر اشرف غني د سفر په اړه په یوه مطلب کې لیکي چې د اندونیزیا ولسمشر جوکووي ویدودو Jokowi Widodo تل د نړۍ د هېوادونو له مشرانو سره په لیدو کتو کې د دوه اړخیزو اړیکو جوړول غواړي خو افغانستان چې د طالبانو د رژیم له پرځېدو وروسته له جګړې سره لاس ګرېوان دی هغه ځای نه دی چې اندونیزیا پکې پراخه پانګونه وکړي.

افغانستان د هغو لومړنیو هېوادونو له ډلې دی چې په ۱۹۴۵ کال کې یې د اندونیزیا خپلواکي په رسمیت وپېژنده.

ورځپاڼه په ګډه خبري غونډه کې د دواړو ولسمشرانو څرګندونو ته اشاره کوي او لیکي، ولسمشر جوکووي په کابل کې د اندونیزیا د اسلامي مرکز د جوړولو د یادونې ترڅنګ د افغانستان د سولې او پخلاینې له هڅو څخه د اندونیزیا د ملاتړ او د افغان چارواکو د ظرفیتونو په لوړولو کې د مرستې وړاندیز وکړ.

جاکارتا ټایمز د ولسمشر جوکووي له خوا افغانستان ته د سلو نورو تحصیلي بورسونو د ژمنې خبر هم ورکوي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې اندونیزیا تر اوسه ۳۵۸ افغان محصلین د کرنې، د قانون د تنفیذ، د ښځو د پیاوړي کولو او دولتي ادارې په ګډون په ۴۷ څلویښتو بېلابېلو برخو کې روزلي.

جاکارتا ټایمز لیکي چې اندونیزیا ته د ولسمشر غني له سفر وروسته دا شمېره ښايي لوړه شي.

ولسمشر غني اسټرالیا، اندونیزیا او سنګاپور ته د سفر په لړۍ کې د چهارشنبې په ورځ جاکارتا ته ورسېد.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان او اندونیزیا دوه اړخیزې اړیکې اوس ۶۲ کلن شوي دي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په خپله وروستۍ ګڼه کې د دارالامان ماڼۍ د بیارغونې د پروژې په اړه په یوه مطلب کې لیکي، بل هېڅ شی هم د دارالامان د ماڼۍ په څېر چې د کابل له هرې برخې څخه له ورایه ښکاري د افغانستان د ورانیدو سیمبول نشي ښودلای.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم د دې ماڼۍ بنسټ د جګړو په نتیجه کې نړېدلی خو د څلورو برجونو ګنبدې یې لاهم پرځای پاتې دي.

ولسمشراشرف غني په تېره لیندۍ میاشت کې د دارالامان ماڼۍ د بیارغونې د چارو لیدو ته ورغی او هلته یې هیله څرګنده کړه چې دا تاریخي ماڼۍ به د بهرنیو جګپوړو چارواکو د مېلمه پالنې په یوه اساسي مرکز او ملي موزیم بدل شي.

نیویارک ټایمز د دې نوښت امتیاز ولسمشر اشرف غني ته ورکوي خو یادونه کوي چې په ۱۹۲۹ کال کې وروسته له دې چې غازي امان الله خان د خپلو اصلاحاتو په خاطر د افراطي ملایانو د بلوا په نتیجه کې له هېواده وتلو ته اړ شو، د دې ماڼۍ د جوړولو چارې هم نیمګړې پاتې شوې.

XS
SM
MD
LG