د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۰:۲۳

د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال د خپل ورور نیول تائیده کړه


د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال، اسحاق جهانګیري تائید کړه چې ورور يې نیول شوی دی خو د نورو جزئیاتو له ورکولو یې ډډه کړې ده.

د ایران یوې خبري ویب پاڼې «تابناک» چې د اسلامي انقلاب له ګارد سره تړلې بلل کېږي،خبر ورکړ چې د ولسمشر د اول مرستیال ورور، مهدي جهانګیري په مالي درغلۍ کې د لاس درلودلو په تور نیول شوی دی.

د ایران د ولسمشر مرستیال پرون جمعه د خپل ورور د نیول کېدو خبر پر انستګرام تائید کړاو ویې لیکل چې د پېښې د جزئیاتو په اړه دقیق معلومات نه لري.

جهانګیري ویلي چې د دې پېښې اټکل کېدلائ شو او هیله یې څرګنده کړې چې دا به د سیاسيزور او زیاتي هڅه نه وي.

XS
SM
MD
LG