د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۲۲

یاماموتو: سام غونډه د افغان حکومت لپاره یو ښه فرصت و


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو خاص استازی وايي، سام یا د لوړ رتبه پلاوي غونډه د افغان حکومت لپاره یو ښه فرصت و څو په ازادانه توګه شته ستونزې مطرح کړي.

تدامیچي یاماموتو دا څرګندونې نن په کابل کې د سام د غونډې په اړه د پایلو د اعلان په یوه خبري کنفرانس کې وکړې:

"افغان حکومت وتوانېد پرته له دې چې ستونزې پټې کړي د اصلاحاتو او پرمختګ په برخه کې یې شته ننګونې په ازادانه توګه مطرح کړې او هم یې د حل لارې وړاندې کړې."

د افغانستان د ماليې وزیر اکلیل حکیمي هم نن په دغه خبري کنفرانس کې واضح کړه چې نړیوالې ټولنې په ځینو برخو لکه د معاشونو په لوړولو، بودیجې او د مشاورینو د استخدام د شفافیت په برخو کې خپلې ژمنې تر یوې اندازې نه دي عملي کړي.

سام یا د لوړرتبه پلاوي غونډه چې هدف یې په بېلابېلو برخو کې د افغان حکومت د لاسته راوړنو په اړه بحث و پرون په کابل کې پای ته ورسېده.

XS
SM
MD
LG