د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۳۳

خبرونه

طالبان: په چاه اب کې د اعتراضونو په ترڅ کې ۴ تنه وژل شوي

د چاه اب د سروزرو له کان سره اعتراض-ارشیف
د چاه اب د سروزرو له کان سره اعتراض-ارشیف

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند وایي چې د تخار په چاه اب ولسوالي کې د یوه قراردادي شرکت او د سیمې د اوسیدونکو ترمنځ د رامنځته شوي اخ و ډب له امله څلور تنه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.

عبدالمتین قانع نن د دې پیښې په تړاو چې د جمعې په ورځ شوې، د دوو تنو د نیولو خبر هم ورکړ.

د ښاغلي قانع په باور په وژل شویو کې درې تنه د سیمې اوسیدونکي دي او یو تن د قراردادي شرکت کارکوونکی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه چې د اوس لپاره د سرو زرو د دې شرکت کارونه دریدلي او د پولیسو تحقیقات ادامه لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د بشري حقونو د څار سازمان په کابل کې پر امېد روغتون برید غیرقانوني و

د بشري حقونو د څار سازمان په کابل کې د معتادانو د درملنې پر مرکز د پاکستان د هوايی برید په اړه خپل تحقیقات خپاره کړي او ویلي چې دا پېښه ښايي جنګي جرم وپېژندل شي.

د دې سازمان د اسیا څانګې مرستیالې، پتریشیا ګوسمن، ویلي:

«موجود شواهد ښيي چې د پاکستان هوايي برید په کابل کې پر یوه پېژندل شوي روغتیايي مرکز، چې لسګونه ناروغان یې ووژل، غیرقانوني و.»

د دې سازمان په وینا، دا برید پر یو لوی درملیز کمپلکس شوی چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې یې د ناټو په پخواني اډه کې فعالیت درلود. د دې مرکز د یوه کارکوونکي په وینا، درې ودانۍ — د خوړو تالار، د استوګنې ودانۍ چې شاوخوا ۴۵۰ ناروغان پکې وو، او یوه د ساتنې خونه — په نښه شوې دي.

تر دې وړاندې ملګروملتو او د بخښنې نړیوال سازمان هم دا برید پر روغتیايي مرکز بللی و.

م.م. وايي، په تېرو ۳ میاشتو کې له پاکستانه ۱۶۰ زره افغان کډوال ایستل شوي

ملګري ملتونه وايي چې د روان میلادي کال له پیله تر اوسه پورې تر ۱۶۰ زره ډېر کډوال له پاکستانه افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي. دې ادارې ویلي چې دې بهیر پر بشري مرستو فشار زیات کړی دی.

د یونیسف د شمېرو له مخې، د تورخم بندر بیا پرانیستل دا احتمال زیاتوي چې د کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر لا چټک شي. اټکل کېږي چې لا به هم شاوخوا ۱.۹۲ میلیونه افغانان په پاکستان کې اوسي او ښايي د لا ډېرو کسانو د ستنېدو امکان هم موجود وي.

مرستندوی بنسټونه وايي چې دا بهیر هممهاله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو له زیاتېدو سره روان دی. دا نښتې چې د فبرورۍ له وروستیو پیل شوې، د خلکو د بې‌ځایه کېدو، د ملکي تلفاتو او د مهمو زیربناوو د زیان سبب شوې دي.

یونیسف دا وضعیت «بحراني او په چټک ډول د بدلېدو په حال کې» بللی دی.

په همدې حال کې پاکستاني رسنیو نن د خپل هیواد د چارواکو له قوله ویلي چې د افغان کډوالو د ستنولو لپاره هلې ځلې یې تېزې کړي او تراوسه پورې ۲ میلیونه ۱۳۲ زره افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل شوی دي.

سپاه پاسداران وايي، پر اسراییل او امریکايي اډو یې د توغندو او بې پېلوټه الوتکو بریدونه کړي

ارشیف
ارشیف

د ایران سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسراییل او په سیمه کې د امریکا د پوځي اډو پر ضد یې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو ۸۳مه څپه بشپړه کړې ده.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اسراییل د اشدود بندر د تېلو زېرمې او د دې هېواد د مدعین ښارګوټي یو پوځي مرکز په نخښه شوي دي، همداراز په سعودي عربستان، کویت او د سیمې په نورو هېوادونو کې د امریکايي ځواکونو څو اډې هم ویشتل شوي دي.

سپاه پاسداران ادعا کړې چې په دې بریدونو کې یې د بېلابېلو ډولونو توغندي کارولي، چې پکې د جامدو او مایعو سون‌توکو لرونکي توغندي، او همداشان ډول ډول بې‌پیلوټه الوتکې شاملې دي.

د ایران د دې ادعا په اړه اسراییل او د سیمې هیوادونو څه نه دي ویلي.

د هرمز تنګي د خلاصون لپاره په ګډ ځواک کې ګډون ته د اماراتو چمتووالی

متحده عربي اماراتو خپل متحد واشنګټن او نورو لوېدیځو شریکانو ته خبر ورکړی چې د یوې نړیوالې ځانګړې سمندري قوې په چوکاټ کې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره ګډ کار ته چمتووالی لري.

دا خبره فایننشل ټایمز ورځپاڼې نن (جمعه) د خپلو باوري سرچینو په قول خپره کړې ده.

تر اوسه د اماراتو د دې وړاندیز نور جزییات نه دي خپاره شوي، خو له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د خلیج د سیمې ځینې هېوادونه، لکه متحده عربي امارات او سعودي عربستان، غواړي له «انفعالي» دریځه ووځي او د ایران پر وړاندې «عملي غبرګون» وښيي.

په تاشکند کې د افغاني محصولاتو نندارتون نن جمعه پای ته رسیږي

د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې نن جمعه ( د مارچ ۲۷ مه) د افغاني محصولاتو د نندارتون وروستۍ ورځ ده.

په دې درې ورځني نندارتون کې، چې د ملګروملتو د پراختیايی پروګرام په مالي ملاتړ د چهارشنبې په ورځ پرانیستل شو، په څه باندې ۶۰ غرفو کې د افغانستان وچې او تاره مېوې، زعفران، ځلغوزې، پنبه، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او مشروبات نندارې ته وړاندې شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د دې نندارتون هدف د افغانستان د تولید او صادراتي وړتیاوو نندارې ته وړاندې کول دي

د افغانستان د فوتبال ملي لوبډله د مارچ په ۳۱ له سوریې سره لوبه کوي

د اسیا ملتونو جام د مقدماتي پړاو په لړ کې ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د مارچ په یو دېرشمه نېټه له سوریې سره مخامخ شي.

د تېرې پنجشنبې په لوبه کې افغانستان له میانمار څخه ۱–۲ ماتې وخوړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د دوشنبې په ورځ، د مارچ په ۲۳مه اعلان وکړ چې له میانمار او سوریې سره د افغانستان د لوبو څخه مخکې، د لوبډلې ۱۰ تنه هغه غړي چې د دې سیالیو لپاره بلل شوي وو، د فدراسیون په وینا د کورنیو ستونزو، د منځني ختیځ وضعیت او ټپي کېدو له امله له لوبډلې څخه په شا شول.

موږ هڅه وکړه چې د دغو لوبغاړو له ډلې څخه د ملي لوبډلې د ګول ‌کیپر ویس عزیزي په ګډون چې په ډیرو سیالیو کې لوبیدلی د یوشمیرکسانو نظرواخلو خو په دې کاربریالي نشو.

د یوې سروې موندنې ښي چې په نړۍ کې استبدادي رژیمونه په زیاتیدو او ډیموکراسي په کمزورې کیدو ده

د جرمني د برټلسمن (Bertelsmann) بنسټ د یوې نوې څیړنې موندنې ښیي چې استبدادي رژیمونه په نړۍ کې په زياتېدو دي او ډيموکراسي ورځ تربلې ترفشارلاندې ده.

دې بنسټ د ۲۰۲۶ کال د بدلون په شاخص کې چې نتیجه یې د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۲۶ خپره شوې، د ۱۳۷ هېوادونو وضعیت څیړلی او موندنې یې ښیي چې په اوس وخت کې ۵۶ سلنه هېوادونه د استبدادي رژیمونو له خوا اداره کیږي چې دا د شاوخوا دوه لسيزو مخکې حالت پرتله چې ډيموکراسۍ اکثريت درلود، یو په شاتګ څرګندوي.

د دغې څیړنې له مخې د قانون واکمني، سياسي ازادۍ او عادلانه سيالي په تدريجي ډول کمزورې شوي او دا بهیرد اندېښنې وړ ګڼل شوی.

د ۷۷ پيژندل شويو استبدادي رژیمونو، شاوخوا يوه برخه یې معتدل او دوه پر درېمه برخه یې “سخت استبدادي” بلل شوې چيرې چې بنسټيز حقونه په پراخه کچه له پامه غورځول شوي دي. په دې هېوادونوکې افغانستان، روسيه، چين، ايران او شمالي کوريا هم شامل دي.

دغه شاخص چې په نړۍ کې د ډیموکراسۍ، حکومتولۍ او د آزاد بازار د اقتصادونود کیفیت د ارزونې په اړه د شاوخوا ۳۰۰ کارپوهانو د نظرونو پراساس چمتوشوی، د ۲۰۲۳ کال له فبرورۍ څخه د ۲۰۲۵ کال ترجنوري پورې دوه کلنه دوره رانغاړي.

په دې شاخص کې پرمختللې صنعتي ډيموکراسۍ لکه جرمني، فرانسه، بریتانيا، جاپان او کاناډا شامل نه دي خو د امريکا په متحده ايالاتو کې د ډيموکراسۍ د کمزورې کیدو د نښو یادونه شوې ده.

متحدو ایالتونو او اسراییل تایید کړه چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د بحري ځواک قومندان یې وژلی دی

متحده ایالاتو د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د بحري ځواک د قوماندان، علي ‌رضا تنګسيري، د وژل کېدو پخلی وکړ.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د پنجشنبې په ورځ په اېکس شبکه کې اعلان وکړ چې تنګسيري د اسرائیل په هوايي برید کې وژل شوی دی.

تر دې څو ساعته مخکې، د اسرائیل دفاع وزیر، اسرائیل کاتز، د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی و چې تنګسيري د دې هېواد د پوځ په برید کې وژل شوی دی.

کاتز تنګسيري «د ماین اېښودنې عملیاتو او د هرمز تنګي د تړلو د هڅو مستقیم مسؤل» وباله او ټینګار یې وکړ چې د دې هېواد پوځ به د سپاه پاسداران نور لوړپوړي غړي هم هدف وګرځوي.

د ازادي راډیو د فرداڅانګې د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو تر اوسه دا خبر نه دی تایید کړی، خو که تهران یې تایید کړي، د علي ‌رضا تنګسيري نوم به د هغو لسګونو لوړپوړو چارواکو او قوماندانانو په لړ کې شامل شي چې د ایران په وړاندې جګړه کې د امریکا او اسرائیل د بریدونو پر مهال وژل شوي دي.

له ناټو څخه د ولسمشر ټرمپ ګیله

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ناټو سرمنشي مارک روټه- ۲۰۲۵-اکتوبر-۲۲
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ناټو سرمنشي مارک روټه- ۲۰۲۵-اکتوبر-۲۲

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي، د ناټو غړیو هیوادونو د ایران د حکومت پرضد په جګړه کې هیڅ نه دې کړي.

ډونالډ ټرمپ پنجشنبه( د مارچ ۲۶ مه) په خپله خواله رسنۍ تروت سوشل کې ولیکل چې « متحد ایالتونه د ناټو هیڅ شي ته اړتیا نه لري؛ خو دا مهمه زماني مقطع به کله هم هېره نه شي».

یوشمیر اروپایي هیوادونو د تیرې اونۍ دوشنبه اعلان کړی و چې د هرمز تنګي د پرانیستو لپاره به په عملیاتو کې برخه وانخلي.

د امریکا ولسمشر له خپلو متحدانو تر دې مخکې په زغرده غوښتي و چې د هرمز تنګي د مهم مسیر د پرانیستو لپاره لاس په کار شي.

د تورخم لار د کډوالو لپاره پرانیستل شوه

تورخم
تورخم

د تورخم لار له یوې خوا پرانیستل شوې ده.

پاکستاني چارواکو نن وویل چې دا لار به د تګ راتګ لپاره بنده وي او یوازې به هغه کډوال پرې پورې وځي چې افغانستان ته ځي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې د دوه زره پنځه ویشتم کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې د سوداګرو او عامو خلکو پرمخ تړل شوې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG