د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

نواز شریف په اسلام اباد کې احتساب محکمې ته وړاندې شو‎


د پاکستان مخکینی صدراعظم نواز شریف پر ځان د لګېدلو فساد تورونو ته د ځواب ورکولو لپاره په لومړي ځل په اسلام اباد کې احتساب محکمې ته وړاندې شو.

ښاغلی شریف چې له تېرې څه مودې راهیسې د مېرمن کلثوم نواز د درملنې لپاره لندن کې و، تېره ورځ پاکستان ته له رارسېدو سره سم د خپل ګوند له جګپوړو غړیو سره تر سلا مشورو وروسته احتساب محکمې ته د وړاندې کېدو پریکړه وکړه.

ښاغلی شریف د سې شنبې په ورځ سهار دغې محکمې ته په داسې وخت کې وړاندې شو چې د خپل ګوند مسلم لیګ "ن" ګڼ شمېر جګپوړي غړي او لسګونه پلویان هم ورسره ورسره وو.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د نواز شریف وکیل په دغه محکمه کې د هغه تر لږې شېبې تمېدو وروسته د هغه د رخصت اخېستو غوښتنه وکړه چې احتساب محکمې ومنله،خو هغه یې د راروانې اکتوبر میاشت په ۲ مه نېټه بیا دغې محکمې ته ور وغوښت.

د پاکستان سترې محکمې د روان کال په جولايي میاشت کې نواز شریف د پاناما اسنادو د قضیې له امله نااهله او له واکه لېرې کړ او همدا شان یې په احتساب محکمه کې د هغه پر ضد د فساد د تورونو د څېړلو لپاره د مقدمې د ثبتولو امر ورکړ.

په پانامو اسنادو کې د نواز شریف پر درېيو اولادونو، دوو زامنو او یو لور تور لګېدلی و چې له هېواده بهر یې جایدادونه لري.

د سترې محکمې تر پریکړې وروسته په پارلمان کې د نواز شریف څوکۍ تشه شوه چې د ډکولو لپاره یې ضمني ټاکنې وشوې او د هغه مېرمن کلثوم نواز په کې پارلمان ته بریالۍ شوه.

د یادونې وړ ده چې احتساب محکمې ته د نواز شریف د وړاندې کېدو پر مهال سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG