د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

شریف له سترې محکمې د خپلې نااهلۍ پر پریکړې د بیا کتنې غوښتنه وکړه


د پاکستان مخکیني صدراعظم نواز شریف په ستره محکمه کې د خپلې نااهلۍ پریکړې پرخلاف درخواستونه ورکړي او له دې محکمې یې غوښتي چې پر خپلې دغې پریکړې دې له سره کتنه وکړي.

د پاکستان سترې محکمې د تېرې جولايي میاشت په ۲۸ مه نېټه د پاناما اسنادو په دوسیه کې نواز شریف نااهله وګرځاوه چې ورسره سم ښاغلي شریف له صدراعظمۍ استعفا ورکړه.

د سترې محکمې د پریکړې له مخې، د نواز شریف د کورنۍ د غړیو په اړه د فساد د ادعاوو په څېړنه کې د دوی د اعلان شوې پانګې او د عواېدو د سرچینو تر منځ زیات توپیر و چې له امله یې هغه د اساسي قانون په ۶۲ او ۶۳مې مادې برابر نه و او د خپلې چوکۍ لپاره نااهله وګرځول شو.

پاکستاني رسنۍ وايي چې نواز شریف د سې شنبې په ورځ په ستره محکمې کې د خپلې نااهلۍ پرخلاف ۳ درخواستونه ورکړي او له محکمې یې غوښتي چې په دې لړ کې دې په خپلې پریکړې له سره کتنه وکړي.

د ښاغلي شریف مدافع وکیل ایډوکیټ خواجه حارث محکمې ته په ورکړي درخواست کې دریځ خپل کړی چې محکمې د کومو شتمنیو له مخې نواز شریف نااهله ګرځولی، هغه د ټولټاکنو په مهال د دغو شتمنیو تفصیل په خپلو کاغذونو کې ښکاره کړی و.

نواز شریف
نواز شریف

د پاکستان مخکیني صدراعظم همداشان په خپلو درخواستونو کې ویلي:

"د پانامادو اسناد د دوسیې پریکړه د قانون ضد او د حقیقت برعکس ده او د سترې محکمې د قاضیانو ۵ کسیزې ډلې په دې لړ کې قانوني غوښتنې په پام کې نه دي نیولي."

د پاکستان سترې محکمې د جولايي د نواز شریف د نااهله ګرځولو ترڅنګ د هغه او د کورنۍ پر ضد یې په احتساب محکمه کې د دوسیې ثبتولو امر هم ورکړی و.

خو نواز شریف په ستره محکمه کې د خپلې نااهلۍ د پریکړې پر بیا کتنې ترڅنګ احتساب محکمې ته د خپل ځان او کورنۍ پرضد د دوسیې ثبتولو پریکړه هم ننګولې ده.

له بلې خوا بیا د نواز شریف مشرۍ د مسلم لیګ (ن) ګوند یوه جګپوړي غړي جام اڅکزي له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې د نواز شریف له خوا په سترې محکمې کې د خپلې نااهلۍ پریکړې پرضد د بیا کتنې د درخواست ورکولو پخلی کړی او ویلې یې دي:

"د پاکستان ولس دا پریکړه نه ده منلې، نو موږ حق لرو چې په [ستره محکمه] کې ددغې پریکړې د بیا کتنې لپاره درخواست ورکړو."

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف او یو شمېر اپوزیسیون ګوندونو تر هغې وروسته پر نواز شریف د فساد تورونه ولګول او د هغه پرخلاف یې په ستره محکمه کې د فساد دوسیه واچوله، چې تېر کال د پاناما په نوم اسناد رابرسېره شول چې له پاکستانه بهر يې د ښاغلي شریف د کورنۍ اړوند تجارتونو معلومات خپاره کړل.

د یادونې وړ ده، چې په دغو اسنادو کې د شريف له څلورو څخه درېیو اولادونو،دوو زامنو او یوې لور نومونه ياد شوي ول.

رپوټ: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG