د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

نواز شریف: ارام به کښېننم او د پاکستان برخلیک به بدل کړم


د پاکستان پخواني صدراعظم نوازشریف خپلو په لسګونو زره پلویانو ته په وینا کې وویل چې دی به د دې هېواد سرنوشت بدل کړي.

نوموړي وویل:

"موږ به هغه انقلاب کوو چې له مخې به یې له خلکو سره په اسانه او په تیزۍ انصاف کېږي. "

نواز شریف دا څرګندونې په خپل پلرني ټاټوبي لاهور کې د هغه لاریون ګډونوالو ته وکړې چې له اسلام اباده پیل شوی و او درې ورځې یې دوام وکړ.

نوازشریف چې د جولای په ۲۸مه سترې محکمې له واکه لېرې کړی وویل، د محکمې فیصله هغو رایې ورکوونکو ته سپکاوی دی چې ده ته یې په انتخاباتو کې رأیه ورکړې وه او دی به تر هغو ارام کښېنني ترڅو چې د دې هېواد سرنوشت یې بدل کړی نه‎وي.

هغه وویل، دا هېواد په ۲۰۰ میلیون وګړو پورې اړه لري نه پر هغو محدودو کسانو پورې چې دی یې له واکه لېرې کړی دی.

د سیاسي او سیمه ییزو چارو کارپوه سرفرازخان وایي، د نواز شریف څرګندونو او دریځ ته په پام سره د دوو بدلونو احتمال شته.

سرفراز خان زیاتوي:

"یا خو به سیاسي بدلون جمهوریت «ډموکراسۍ» طرف ته ځي او جمهوریت کې به ژورتیا راځي او عدلیه به د ازادي خوا ته ځي او یا دا بالکل خپله پابندي ښیي. دا پابندي به نوره هم زیاتېږي او دې ملک کې جمهوري آزاديانې به کمېږي."

په لاهور کې د شنبې د ورځې دغه پراخ لاریون د هغو پراخو مظاهرو یوه برخه ده چې د اګست په نهمه نوموړي له اسلام اباده پیل کړی او هغه ته یې د ډموکراسۍ کاروان نوم ورکړی و.

دغه کاروان د شپې له‎خوا په درېیو ښارونو کې تم شوی و.

د دغه کاروان لپاره کلک امنیتي تدابیر ځکه نیول شوي چې تېره اوونۍ په لاهور کې په یوه لارۍ بم چاودنه کې کې یو کس ووژل شو او په لسګونو کسان ژوبل شول.

د راپورونو له مخې په خپله نوازشریف په یوه زغرواله وسیله کې سفر کاوه.

په ټوله لاره کې هغه ویناوې کولې او د سترې محکمې پر فیصلې یې چې نوموړی یې له قدرته لېرې کړ، انتقاد کاوه.

شریف د صدراعظمي له دندې وروسته له هغې استعفا وکړه چې سترې محکمې د څېړونو په نتیجه کې فیصله وکړه چې د نوموړي کورنۍ له هېواده بهر د کمپنیو پریمانه عواید نه‎دي ثبت کړي.

دغه څېړنه وروسته له هغې پیل شوه چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په اپریل میاشت کې د پاناما په نوم اسنادو افشا کړه چې د نواز شریف له څلورو زامنو درې یې له هېواده بهر کمپنۍ او شتمني لري چې د هغه د کورنۍ د شتمنیو په په بیان کې نه‎دي ذکر شوي.

د سترې محکمې د جولای د میاشتې په دغې فیصلې سره دا درېیم ځل دی چې د نواز شریف حکومت ړنګېږي.

مخکې هغه په ۱۹۹۳ او ۱۹۹۹ میلادي کلونو کې له واکه لېرې شوی و.

د پاکستان په اویا کلن تاریخ کې چې شاوخوا نیمایي یې قدرت د پوځ په لاس کې و، نواز شریف ۱۵م صدراعظم دی چې د خپلې دورې له بشپړېدو مخکې له دندې لېرې کېږي.

XS
SM
MD
LG