د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

نواز شریف: د سترې محکمې پرېکړه رأی ورکوونکو ته یو سپکاوی دی


د پاکستان له واکه لیرې کړای شوي صدراعظم نواز شریف پرون په راولپنډۍ کې خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې د سترې محکمې هغه پرېکړه چې دی یې د نا ثبت شویو شتمنیو په خاطر له دندې لیرې کړی، رأی ورکوونکو ته یو سپکاوی دی.

دا د محکمې پر فیصلې په عام محضر کې د نواز شریف لومړنۍ څرګندونې دي چې نوموړی یې د یوه پیل شوي لاریون په ترڅ کې کوي.

په دغه لاریون سره چې نواز شریف له اسلام‌آباده پیل کړی او تر لاهور پورې به چې د هغه د ګوند پیاوړی مرکز دی، رسېږي، نوموړی غواړي وښیي چې د سترې محکمې دغې فیصلې د ده نفوذ نه‌دی کم کړی.

نواز شریف وویل، ده ونه‌شو کړای چې خپله درېیمه دوره بشپړه کړي او په پاکستان کې هېڅ یوه صدراعظم ته اجازه نه‌ده ورکړل شوې چې خپله دوره بشپړه کړي.

هغه زیاته کړه چې دغه ټوکه ۷۰ کاله په پاکستان کې تکرار شوې او دا هېواد هغه نوره نه‌شي زغملی.

د نواز شریف دغه لاریون به د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې شااوخوا ۴۰۰ کېلو متره لار وهي او تر لاهوره به رسېږي.

XS
SM
MD
LG