د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

اسلام‌آباد کې د لاریونوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې؛ شپږ کسان وژل شوي


په اسلام اباد کې د روانو تاوتریخجنو لاریونونو یو انځور
په اسلام اباد کې د روانو تاوتریخجنو لاریونونو یو انځور

راپورونه وايي، په اسلام‌اباد کې د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د مېرمنې په مشرۍ د د مظاهره‌چیانو او پاکستاني امینتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې د څلور امنیتي سرتېرو په شمول لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان د کورنیو رسنیو په وینا مظاهره‌چیانو په دوو جلا ځایونو کې پر خبریالانو هم بریدونه کړي او ټپیان کړي یې دي.

خو د تحریک انصاف ګوند د تاوتریخوالي تورونه رد کړي او امنیتي ځواکونه یې د دوی پر وړاندې په تاوتریخوالي تورن کړي دي.

د تحریک انصاف ګوند وايي، تر هغه به د پارلمان نه بهر ناست وي او خپلو مظاهرو ته به دوام ورکړي څو چې د دې ګوند د مشر او پخواني صدراعظم عمران د خوشې کېدو په شمول د دوی غوښتنې نه وي منل شوي.

بل خوا بیا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، حکومت به له اعتراض کوونکو سره خبرې ونه کړي او د پخواني صدراعظم عمران خان مېرمن بشرا بي‌بي یې د وروستي تاوتریخوالي او مرګژوبلې مسووله بللې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اعتراضونو له کبله د تاوتریخوالي د زیاتېدو له وېرې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د مهمو ودانیو او ډیپلوماټیکو ماموریتونو د ساتنې لپاره پوځي ځواکونه ګمارل شوي دي.

په اسلام اباد کې د روانو تاوتریخجنو لاریونونو یو انځور
په اسلام اباد کې د روانو تاوتریخجنو لاریونونو یو انځور

بل خوا نن د تحريک انصاف ګوند مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان په نامه رسمي ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې عمران خان ته په منصوب یو بیان کې دا مظاهرې د خپلو حقونو لپاره د پاکستانیانو او د تحریک انصاف ګوند د غړیو مبارزه بلل شوې او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي یې تورن کړی چې پر"سوله‌ییزو لاریونوالو یې د ډزو" هدایت ورکړی چې په وینا یې په کې عام کسان وژل شوي دي.

په دې پیغام کې د عمران خان له قوله پر لاریونواله ټینګار شوی تر هغې چې د دوی غوښتنې نه وي منل شوي، مبارزې ته دوام ورکړي.

پرون په‌‌‌ داسې حال کې چې د اسلام‌اباد لویې لارې او سړکونه بند شوي وو، امنیتي ځواکونو پر زرګونه معترضانو چې د خیبرپښتونخوا له لوري د پلازمېنې پر لور روان وو، ربړي ګولۍ او اوښکې بهوونکی ګاز وکارول.

د تېرې شنبې له ماښام راهیسې پولیسو اسلام‌اباد کلابند کړی او مظاهره‌چیانو ته د ننوتو اجازه نه ورکوي.

خو پر د دې محدودیتونو سربېره، لاریونوال توانېدلي چې د اسلام‌اباد حساسې سیمې "ډي چوک" ته ځانونه ورسوي او هلته یې خپل اعتراض ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG