د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

د نواز شریف مېرمن "کلثوم نواز" د هغه څوکۍ وګټله


د پاکستان د مخکېني صدراعظم نواز شریف مېرمن کلثوم نواز په لاهور کې په هغه انتخاباتي حوزه کې چې د نواز شریف تر نااهله کېدو وروسته‌یې په پارلمان کې څوکۍ خالي شوې وه، ټاکنې ګټلي.

دغه ضمني ټاکنې چې د یکشنبې په ورځ ترسره شوې، د واکمن ګوند مسلم ليګ "ن" له‌خوا د اغلې کلثوم نواز، د تحريک انصاف ډاکتر ياسمين رشيد او د پيپلز ګوند فیصل مېر مهم په ګډون ورته لسګونو کسانو ځانونه کانديد کړي وو، خو تر ټولو سخته مقابله کې تحریک انصاف او مسلم لیګ نون ګوندونه د کاندیدانو ترمنځ وو.

که څه هم د انتخاباتو کمېسیون لا تر دې دمه په رسمي ډول د دغو ټاکنو وروستۍ پایله نه‎ده په ډاګه کړې، خو د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې:

"په لاهور کې د پارلمان د ۱۲۰ حلقې «NA 120» په ۲۲۰ مرکزونو کې خلکو رأیه اچونه وکړه چې په نتیجه کې د مخکېني صدراعظم نواز شریف مېرمن کلثوم نواز تر ۶۰ زرو زیاتو رأیو په ګټلو لومړی او د تحریک انصاف ګوند کاندیدې ډاکتر یاسمین رشید د شااوخوا ۵۰زرو رأیو په ګټلو دوېیم ده."

د نواز شریف لور مریم نواز پر خپلې ټویټرسپاڼې لیکلي چې په لاهور کې یې د خپل ګوند له پلویانو سره یوځای د بري په خوشحالۍ کې جشن لمانځلی دی.

د پاکستان په ملي پارلمان کې د دې هېواد د مخکېني صدراعظم نواز شریف څوکۍ تر هغې وروسته خالي شوې وه چې سترې محکمې په جولای میاشت کې نواز شريف نا اهله اعلان کړ او له دندې یې ګوښه کړ.

پر نوموړي او کورنۍ یې تورونه دي چې له هېواده بهر یې پټې شتمنۍ لرلې.

په لاهور کې د پاکستان د پارلمان ۱۲۰ حلقه له پخوا راهیسې د پاکستان مسلم لیګ نون پیاوړی مرکز ګڼل کېږي چې په هر ځل ټاکنو کې په‎کې نواز شریف له همدې حلقې نه ټاکنې ګټي او پارلمان ته ځي.

د ۲۰۱۳ میلادي کال په عمومي ټولټاکنو کې هم د نواز شریف مقابله د تحریک انصاف ګوند له همدې کاندیدې ډاکتر یاسمین رشید سره وه.

نوموړې په دغو ټاکنو کې هم ماتې خوړلې وه.

د یادونې وړ ده چې په لاهور کې د دوو ضمني ټاکنو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او د رأی اچونې په ټولو مرکزونو کې پوځ ځای پر ځای شوی و.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG