د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

د علومو اکاډمۍ: د کانونو خپل سرې کېندنه ناوړه امنیتي او سیاسي پایلې لري


د افغانستان د علومو اکاډمۍ چارواکي وايي، د افغانستان د کانونو خپل سرې کېندنې او ورڅخه روانه غیر قانوني استفاده به ناوړه امنیتي او سیاسي پایلې ولري.

د علومو اکاډمۍ سرپرستې ثریا پوپل، دا خبرې د دوشنبې په ورځ د «کانونو د غیر قانوني کېندنو په مخنیوي کې ستونزې، حل‎لارې او په یاده برخه کې د نړېوالې ټولنې د مرستو د راجلبولو د څرنګوالي» تر عنوان لاندې په یو څېړنیز او علمي سمینار کې وکړې.

مېرمن پوپل دغه‌شان وویل، دا مهال تر ډېره زورواکي او وسله‎وال مخالفین د کانونو له غیر قانوني عوایدو څخه د افغانانو او افغانستان پر ضد کار اخلي.

نوموړې وايي:

"ترهګر او زورواکي د کانونو له غیر قانوني کېندنو او عوایدو نه په استفادې سره د قانون حاکمیت کمزوری کوي، د جګړې د دوام لپاره او دغه‌شان د افغانستان پر ضد ترې ګټه اخلي، مخکې له دې چې ځنډ وشي باید د کانونو کېندنې په قانوني او له نړیوالو معیارونو سره سم ترسره شي."

نوموړې وویل چې د کانونو د غیر قانوني کېندنې او له عوایدو څخه‌یې د استفادې د مخنیوي په برخه کې جدي هڅو ته اړتیا ده او د دغه کار په وړاندې شته ستونزې باید ډېر ژر هوارې شي.

مخکې تر دې هم بېلابېلو خپلواکو بنسټونو او اشخاصو په دې اړه خپله ژوره اندېښنه ښودلې او د موضوع جدیت ته‌یې د حکومتي چارواکو پام وراړولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د نړیوال شاهد یا ګلوبل ویټنس «Global Witness» په نوم د یوې خپلواکې ټولنې څېړنو هم ښودلې چې د افغانستان د طبیعي زېرمو د غیر قانوني کېندونو عواید د افغان حکومت په پرتله تر ډېره د وسله‎والو مخالفینو او نورو وسله‎والو ډلو مالي حسابونو ته ځي.

د افغانستان د اساسي قانون د لومړي فصل په نهمه ماده کې راغلي چې کانونه او نورې طبیعي زېرمې او لرغوني اثار د دولت ملکیتونه دي او ساتنه او اداره‌یې د قانون له مخې تنظیمېږي.

د افغان حکومت چارواکي هم دا موضوع نه‌ردوي چې د هېواد د ډېرو طبیعي زېرمو عواید د دولت د خزانې پر ځای د وسله‎والو مخالفینو او سیمه‎ییزو زورواکو جېبونو ته لوېږي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مصطفی د یاد څېړنیز سمینار په څنډه کې خبریالانو ته وویل، دوی د غیر قانوني کېندنو د مخنیوي په هدف له امنیتي ارګانونو سره ګډې هڅې پیل کړې دي.

ښاغلي مصطفی پر دې خبرې له ټینګار سره چې په دې اړه په یوې نوې ستراتېژۍ کار پیل شوی دی وویل:

"د کانونو او پټرولیم وزارت لپاره مهم دا دی چې موږ څه ډول د کانونو له غیر قانوني کېندلو څخه مخنیوی وکړو، هغه که هر څوک وي، موږ له امنیتي ارګانونو سره په داسې یوه ستراتېژۍ کار پیل کړی، ټول موارد به امنیتي ارګانونو ته راپور ورکوو او هغوی به په یادو ځایونو کې که چېرته د عملیاتو امکانات وي عملیات کوي او که نه‎وي له خپلو نورو لازمو امکاناتو به کار اخلي."

افغان څېړونکي د یادې ستونزې د هواري په هدف تر ډېره د نړیوالو په همکارۍ هم ټینګار کوي.

څېړونکی عبدالغیاث ساپی ټينګار کوي، افغان حکومت باید د کانونو د غیر قانوني کېندنې د مخینوي لپاره د نړیوالې ټولنې په مرسته غښتلي او صادقانه ګامونه واخلي او په دې توګه له دې ملي پانګې څخه په ښه توګه د ګټې اخیستنې شرایط برابر کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG