د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

عزیزي: د سمنګان د سکرو د کانونو په عوایدو کې زیاتوالی راغلی


په سمنګان ولایت کې چارواکي وايي چې د درې صوف بالا د ډبرو د سکرو د کانونو عواید نسبت پخوا ته ډېر شوي دي او د روان مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په‌کې له ۱۶۶ میلیونو افغانیو ډېر زیاتوالی راغلی دی.

د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي نن یکشنبه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په مجموعي توګه د روان مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د درې صوف بالا د سکرو د کانونو څخه‌یې له ۱ میلیارد او ۱۸۹ میلیونه افغانیو څخه ډېر عواید ترلاسه کړي دي.

«د سکرو د کانونو په عوایدو کې زیاتوالی راغلی»
«د سکرو د کانونو په عوایدو کې زیاتوالی راغلی»

هغه وویل:

"د سمنګان ولایت د درې صوف بالا ولسوالۍ د سکرو له کانونو څخه د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې مو یو میلیارد او ۱۸۹ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ عواید تر لاسه کړي چې د تېر کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله په‌کې ۱۶۶ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانۍ زیاتوالی راغلی دی."

د سمنګان د والي ویاند وايي چې په بازار کې د ډبرو سکرو ته د ضرورت پر اساس او همدارنګه د بې‌کارۍ د زیاتوالي په خاطر چې له امله‌یې د کانونو د کارګرو شمېر زیات شوی د سمنګان د سکرو د کانونو په عوایدو کې ډېروالی راغلی دی.

صدیق‌الله عزیزي د سمنګان ولایت د سکرو د کانونو د استخراج په وړاندې د موجوده ستونزو په اړه وویل چې په فني او مسلکي ډول دا کانونه نه‌استخراج کېږي، په کانونو کې کارګر او کان کېدونکي د اېمني او ساتندویه وسایلو له کموالي سره مخ دي.

افغان کان کېندونکي.
افغان کان کېندونکي.

د والي ویاند زیاته کړه چې په دې ولایت کې د کانونو د ساتنې یوه خاصه قعطه لا نه‌ده جوړه شوې او ورته اړتیا موجوده ده.

هغه وویل:

"کومې ستونزې چې موجودې دي، له هغې جملې د کارکوونکو د ساتندویه وسایلو نه‌موجودیت دی، بل دا چې یوه خاصه قطعه چې د کانونو ساتنه وکړي او د غیر قانوني استخراج مخه‌یې ونیسي نه‌ده موجوده، موږ په دې اړه مرکز ته سپارښتنې کړي، خو لا یې ځواب نه‌دی راکړی."

چارواکي په سمنګان ولایت کې وايي، که د کانونو وزارت او همدارنګه مرکزي دولت د سمنګان ولایت د کانونو د استخراج او ساتنې په برخه کې توجه وکړي او د کانونو د محافظت یوه خاصه قطعه جوړه شي، هغه مهال به د خپل سري استخراج مخه ونیول شي او د سکرو د کانونو په عوایدو کې به په کال کې څو میلیارده افغانۍ زیاتوالی راشي.

تر دا مهاله د کورنیو چارو وزارت او نورو اړوندو ارګانونو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG