د لاسرسي لېنکونه

په کندز ښار کې د مسي لوښو صنعت مخ په ورکېدو ده


په کندز کې د تېرو کلونو په پرتله د مسي لوښو توليد کم شوی او د خرڅولو بازار يې د له‎منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.

د مسي لوښو صنعت د افغانستان یو له لرغونۍ صنعت څخه شمېرل کېږي.

په دغه ښار کې د مسي لوښو جوړونکي وايي، له کومه وخته چې ښيښه یې او په ځانګړي توګه پلاستيکي او ارمونيه يې لوښي بازار ته وړاندې شوي، نو له کبله یې د مسي لوښو بازار پیکه شوي دی.

د کندز ښار د مسګرۍ په کوڅه کې مسګر یارمحمد له ازادي راډیو د خبرو پرمهال وویل چې په تېرو کلونو کې یوازې د کندز په مرکز کې څه باندې ۲۵ د مسګرې دوکانونه وو، خو اوس مهال یوازې یو دوکان پاتې دي:

"څو کلونو وړاندې دلته له ۲۵ ډېر د مسګري دوکانونه موجود وو، خو اوس مهال یوازې یو دوکان پاتې دی همدارنګه دغه صنعت مخ په ورکېدو دي، دولت باید له موږ سره د اومه موادو په برخه کې مرسته وکړي چې موږ د مسګرې دغه لرغونۍ صنعت وساتو او خلک هم ورڅخه ګټه واخلي."

د نوموړي په وینا چې پخوا به په کورونو کې تر ډېره مسي لوښي لکه: پتنوسونه، چای جوشونه، ګلاسونه، جګ، کاسې، سماوات، لګن، دیګونه، غوري او داسې نور لوښي کارېدل.

په ورته وخت کې د کندز ښار یو بل مسګر محمدالله هم وايي، له کوم وخته چې بازار ته پلاستيکي او ارمونيه‎يي لوښي له بهرنیو هېوادونو راغلي، نو د مسي لوښو د توليد د کمېدو ترڅنګ د کارولو دود يې هم د ختمېدو په حال کې دي:

"دغه کسب موږ ته له پلار او نیکونو څخه پاتې دی، زموږ مسي تولیدات په ډېره کمه اندازه په کندز ښار کې خرڅېږي، هغه همد لېرو پرتو سیمو اوسیدونکي رانسې او یو اندازه بیا بدخشان او تخار ولایتونو ته وړل کېږي. "

دغه مسګر زیاتوي چې مسي لوښي، په بېلابېل وزنونو کې جوړېږي، د بېلګه په توګه د یوې چای جوشي وزن دوه کیلو ګرامه ده چې قمیت یې ۲۰۰۰ افغانیو ته رسېږي.

بل‎خوا د کندز ولایت اوسېدونکي هم وايي چې اوس مهال مسي لوښي دومره څوګ نه اخلي، ځکه مسي لوښي، د ښېښه یې،ارمونیه یې او نېکلي لوښو په پرتله ډېر ګران دي.

د دغه ولایت یوتن اوسېدونکي محمد عارف په دې اړه یې ازادي راډیو ته وویل:

"اوس مهال په بازارنو کې بهرنې نوې لوښي زیات راغلي خلګ هم کوښښ کوي چې نوي عصری لوښي واخلي، پخوا موږ مسي لوښي کارول خو اوس مهال یو مسي چاینکه په ۲۰۰۰ افغانۍ ده، هالته زو په باراز کې یوه چاینکه په ۲۰۰ افغانیو رانیسو. "

د معلوماتو له مخې افغانستان په نړيواله كچه د مسو لوى كانونه لري، خو تر اوسه له هغو څخه د ګټې اخېستنې زمېنه نه‎ده برابره شوې او مسګران اړ دي چې د خپل د اړتيا وړ مواد له نورو هېوادونو څخه وارد كړي.

په همدې حال کې د کندز د سوادګرۍ او صنایعو خونې چارواکي هم په هېواد کې د ازاد بازار شتون د کورنیو تولیداتو د له‎منځه تلو اصلي لامل بولي چې زیاتره کورنۍ تولیدات د بهرنیو تولیداتو تر اغېزې لاندې راغلي.

د یادونې وړ ده چې مسګرۍ د هېواد له لرغونو صنعتونو څخه ګڼل کېږي، په پخوا وختونو کې د کور ټول د خوراک او څښاک لوښي او نور وسایل به د مسګرو په لاسونو جوړېدل او نه یوازې د هېواد دننه به د هغو د رانیولو مېنه‎وال زیاتوو، بلکه له هېواده به بهر هم صادرېدل.

اجمل ارین- کندز

XS
SM
MD
LG