د خېبر پښتونخوا صوبې په لیرې پرتې سیمې بر دیر کې د مشکوکو وسلهوالو پر ضد په عملیاتو کې د پاکستاني پوځ د یوه افسر په ګډون ۴ پوځیان ووژل شول.
د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګه «ISPR» وايي چې دا پېښه د چهارشنبې په ورځ سهار د بر دیر د تیمرې ګرې په شیریټکوي سیمه کې د وسلهوالو د شتون په اړه د استخباراتي معلوماتو په نتیجه کې د عملیاتو پر مهال رامنځته شوې.
د دغه دفتر بیان کاږي:
"د پاکستان د استخباراتي ادارې افسر له خپل ټیم سره یوځای په یاده سیمه کې د ترهګرو د شتون د معلوماتو پر بنیاد پر هغوی چاپه ووهله چې وسلهوالو پرې ناتاره ډزې وکړې او مرګ ژوبلهیې واړوله."
د وسلهوالو په ډزو کې وژل شوي پوځیان، افسر علي سلمان، حوالدار غلام نذیر، حوالدار اختر او سپاهي عبدالکریم شامل دي.
بیان وايي چې د عملیاتو پر مهال دوه مشکوک وسلهوال هم وژل شوي چې یو يې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکې مواد چولي، بل د پوځ په ډزو کې وژل شوی او یو تن د پوځ لهخوا ژوندی نیول شوی دی.
د پاکستان پوځي مقاماتو د روان کال په فبرورۍ کې په ټول هېواد کې د وسلهوالو ترهګرو او د هغوی د سهولتکارانو پر ضد د "رد الفساد" په نامه تلاشي عملیات پیل کړي چې تر دې دمه پهکې د لسګونه ترهګرو د وژلو او سلګونه نورو د نیولو ادعا کوي.
د یادونې وړ ده چې خپلواکو سرچینو لا په رد الفساد عملیاتو کې د وسلهوالو د وژنو او د هغوی د نیولو پخلی نهدی کړی.
راپور: ذبیح مومند