د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

امریکا له افغان هوايي ځواک سره د بمبار کوونکو او ښکاري الوتکو مرسته کوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د يوه څلور کلن پلان له مخې به د افغانستان هوايي ځواک پر خپلو پښو ودرېږي.

افغانستان د خپل هوايي ځواک لپاره يو څلور کلن پلان جوړ کړی دی چې له مخې به‌يې امریکا افغان هوايي ځواک ته د تجهيز په برخه کې د هليکوپټرو په ګډون يو شمېر الوتکې ورکړي.

دا خبره د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره د خبرو پر مهال وکړه.

دی وایي چې افغان هوايي ځواک د غوڅ ملاتړ مأموریت په ملاتړ د هوا له لارې د ټپيانو د تخليې او ساحې ته د اسانتیاوو د رسولو په برخه کې تمرينونه کوي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه چې دا تمرينونه افغان هوايي ځواک ته اړین دي.

جنرال دولت وزیري
جنرال دولت وزیري

نوموړي زیاته کړه:

"اوس‌مهال «MB530» هليکوپټر په تهاجمي برخه کې، «Mi17» هليکوپټر د اکمالاتو او تخليې په برخه کې، «A29» الوتکې د هدف ويشتلو لپاره او ځینې نورې الوتکې د کشف لپاره کاروي."

دا تمرينونه د ناټو ځواکونو د غوڅ ملاتړ مأموريت د هغه هڅو برخه دي چې له افغان ځواکونو سره د سلا او روزنې په برخه کې مرسته کوي.

په ورته وخت کې ددفاع وزارت مرستیال ویاند وايي چې د افغان هوايي ځواک لپاره په څلور کلن پلان کې به امریکا له افغانستان سره د یو شمېر الوتکو او هليکوپټرو مرسته وکړي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

محمد رادمنش په دې اړه د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل:

​"بمبار او ښکاري الوتکې، د رادار قواوې، د توپچي قواوې، دافع هوا او راکټ له هغو مرستو څخه دي چې امريکا بهيې تر ۲۰۲۰ او ۲۰۲۲ میلادي کلونو پورې د افغانستان د دفاع وزارت له‌خوا د جوړ شوي پلان له مخې له افغانستان سره مرسته وکړي."

ښاغلی رادمنش وايي، د ۱۲ سوپر ټوکانو الوتکو په ګډون افغانستان اوس‌مهال تر ۱۵۰ زيات پيلوټان لري، تر ۱۵۰ زیاتې الوتکې لري او همداراز تر ۲۰۰ زیات کسان د پيلوټۍ په برخه کې زده‌کړې کوي.

د ده په وينا، افغان پيلوټان په چک جمهوريت، متحده عرب اماراتو او امريکا کې روزل کېږي.

XS
SM
MD
LG