د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

دفاع وزارت: د امریکا ۲۰۰ هلیکوپټرې بسنه نه‌کوي سلګونو ته اړتیا ده


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې افغان ځواکونو د وسله والو د ځپلو لپاره په سلګونو جنګي الوتکي ته اړتیا لري او د امریکا له لورې د ۲۰۰ الوتکو مرسته بسنه نه کوي.

دا وزارت وايي چې افغان ځواکونه به د روان هجري لمریزکال تر پایه د امریکا له‎خوا د ۲۰۰ هلیکوپټرو او جنګي الوتکو په ترلاسه کولو سره پر وسله‎والو خپل بریدونه ډېر کړي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وايي چې افغان ځواکونو ته د امریکا له‎خوا د هلیکوپټرو او جنګي الوتکو ورکړه به افغان هوايي ځواکونه پیاوړي کړي.

ښاغلي رادمنش د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د امریکا دغه مرستې مهمې دي خو افغانستان لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش

نوموړی وايي:

"د افغانستان ځواکونه له دې ډېرو امکاناتو چې دا مهال یې لري ورته اړتیا لري او له افغانستان سره د امریکا مرستې په دغو ۲۰۰ الوتکو او هلیکوپټرو نه خلاصه کېږي ممکن له دې هم زیاتې مرستې وکړي. "

د ښاغلي رادمنش په خبره د امریکا متحدو ایالاتونو په وروستیو کلونو کې له دغه هېواد سره د۱۵۰څخه د زیاتو هلیکوپټرو مرسته کړې ده.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د امریکا دفاع وزارت به په نېږدې راتلونکي کې د نورو هلیکوپټرو او جنګي الوتکو مرسته هم وکړي خو د شمېر په اړه یې څه نه وايي.

افغان چارواکو تل دا ویلي چې هوايي ځواکونه د تجهیزاتو له کبله له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، امریکا پام کې لري چې افغان ځواکونو ته داسې تجهیزات په واک کې ورکړي چې افغان ځواکونه سیمه کې په يوه نوي قدرت سره راڅرګند شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ویلي چې د امریکايي چارواکو يو پلاوی به ډېر ژر کابل ته راشي چې د دغه سفر يو هدف د افغانستان د امنیتي حالت ارزونه ده.

خو له ډې ټولو سره د دغه هېواد د ولسي جرګې يو شمېر غړي بیا وايي، د افغانستان اوسنیو حالاتو ته په کتو د له هوايي ځواک سره یې د ۲۰۰ الوتکو مرسته کولای شي چې افغان هوايي ځواکونه ښه پياوړي کړي.

د دغې جرګې د دفاعي کمېسیون غړی علي اکبر قاسمي وايي:

"دا يوازې اړتیا نه بلکه ډېر مهم ضرورت دی، کله چې دغه مرستې د افغانستان په واک کې ورکړل شي او ورڅخه سمه استفاده وشي نو هر ډول ګواښ چې موجود وي پرې کابو کول به اسانه شي، خو په دې هیله چې امریکا يوازې د همدومره الوتکو په مرستې بسنه ونه کړي."

ښاغلی قاسمي وايي، د افغانستان اوسنیو شرایطو او حالاتو ته په کتو په کار ده چې د امریکا متحده ایالاتونه د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته ډېره پاملرنه وکړي.

خو نوموړی وايي، د دغه تجهیزاتو د ساتنې او کارونې برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو روزنې ته هم اړتیا لېدل کېږي.

د امریکا متحده ایالاتونو له‎خوا د ۲۰۰ جنکي الوتکو او هليکوپټرو د مرستو خبرې په داسې حال کې کېږي چې ډېری افغان کارپوهانو ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په‎خپلو مجلسونو او کنفراسونو کې د افغانستان په اړه په مشخص ډول څه نه‎دي ویلي.

خو د سیاسي چارو افغان کارپوه محمد خان مدقق په باور، که دغه الوتکې د افغان پوځيانو په واک کې ورکړل شي نو د دې ښکارندويي کوي چې ټرمپ د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما په پرتله د افغانستان حالاتو ته ډېر ځير دی.

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG