د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

غني: هوايي ځواکونه به تر۲۰۲۰م خود کفا او تلفات به یې ډېر کم شي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، څلور کلن پلان ترتیب شوی چې له مخې به یې افغان هوايي ځواکونه تر ۲۰۲۰ میلادي کاله پورې خودکفا او تلفات به یې هم ډېر کم شي.

ښاغلي غني د پنجشنبې په ورځ کابل کې د مارشال محمد قسیم فهیم له پوځي اکاډمي څخه د څه باندې۳۰۰ افسرانو د فراغت په مراسمو کې وویل چې د وسله‎والو ځواکونو پر پیاوړتیا تمرکز لري او د دغو ځواکونو پیاوړتیا د حکومت په لومړیتوبونو کې ده.

نوموړی وايي:

"هغه څه چې موږ ته اهمیت لري، د افغانستان د امنیتي ځواکونو پیاوړتیا ده، څلور کلن پلان ترتیب او وروستی شوی، زموږ هوایي ځواکونه فعال شوي او تر ۲۰۲۰ کاله به له هره پلوه بشپړ شي."

ښاغلي غني زیاته کړه، په داسې حال کې چې په تېرو دوو کلونو کې د افغان امنیتي ځواکونو وضعیت مبهم و، خو د هغه په خبره د وسله‎والو مخالفینو سره یې مبارزه په ښه ډول پرمخ وړې ده.

د امنیت د ټینګښت او د پوځي عملیاتو د ترسره کولو مسؤلیت په ۲۰۱۴ کال کې له نړیوالو ځواکونو څخه افغان امنیتې ځواکونوته وسپارل شو.

د افغان چارواکو په خبره تر هغه وروسته افغان امنیتي ځواکونو وکړاي شول چې وسله‎والو مخالفینو ته درانه تلفات واړوي خو دوی تائیدوي چې ستونزې او ګواښونه اوس هم موجود دي.

په ورته وخت کې د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وایي چې اوس مهال افغان هوايي ځواکونه ۲۹ فعاله الوتکې لري او د امریکا متحده ایالاتو او هند هم په تېر میلادي کال کې څو نورې جنګي الوتکې ورکړي.

د اداري فساد شتون، په رهبري کې ضعف، د پوځي تجهیراتو کموالی او داسې نور د پوځي کارپوهانو په خبره د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې جدي ستونزي دي.

پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل ازادي راډیو ته وویل هغه الوتکې چې اوس مهال د افغان هوایي ځواکونو په واک کې دي ټیټه پوځي وړتیا لري.

دی وایي. باور نه‎لري چې په درېيو کلونو کې به افغان هوایي ځواک خودکفایې ته ورسېږي.

پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل
پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل

نوموړی وايي:

"دغه الوتکې چې اوس يې موږ لرو او و وایو چې خودکفا کېږو یو خیال دی، دغه الوتکې چې اوس یې لرو وړتیا نه‎لري، موږ باور نه‎لرو چې زموږ هوایي ځواک دي د سیمې په کچه شي او له هېواده دفاع وکړي."

د ښاغلي امرخېل په خبره د حکومت مشران تل ژمنې کوي خو د ده په خبره پردغو ژمنه عمل نه‎دی شوی.

هغه وایي، کله چې ولسمشر کندز ته سفر وکړ له خلکو سره یې ژمنه وکړه چې په یوه میاشت کې به وسله‎وال طالبان په یاد ولایت کې وځپي، خو اوس هم د ښاغلي امرخېل په خبره د ښار په شاوخوا کې وسله‎وال طالبان حضور لري.

نوموړي زیاته کړه، اجرائیه رئیس هم څه موده وړاندې هلمند ولایت ته د سفر په ترڅ کې له خلکو سره د امنیت د ټینګښت ژمنه وکړه خو دی وایي په هغه ولایت کې وضعیت د هرې ورځې په تېرېدو سره لا خراب شوی دی.

سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG