د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

رادمنش: د کومانډو او هوايي ځواک پیاوړتیا سره کولای شو ستر بري ته ورسېږو


د افغانستان ملي دفاع وزارت د کوماندو ځواکونو د پیاوړتیا او پراختیا پر څلور کلن پلان کار کوي.

دفاع وزارت د کوماندو ځواکونو د فعالیت لپاره هوايي قواوې ضروري ګڼي او وايي چې د هوايي ځواک پر ښه تجهیز هم کار کېږي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش بېګا ازادي راډیو ته وویل چې په راتلونکو څلورو کلونو کې د یوه کوماندو قول اردو د روزنې او په پښو درولو کار یې پېل کړی دی.

اوسمهال، د ملي اردو کوماندو ځواکونه د یوې لوا په چوکاټ کې فعالیت لري.

د ښاغلي رادمنش په وینا، دا څلور کلن پلان د افغانستان جغرافیايي موقعیت او په دې هېواد کې له ترورېزم ضد مبارزې څرنګوالي ته په پام جوړ شوی دی.

رادمنش:دا دواړه د ملي اردو اساسي صنفونه دي.
رادمنش:دا دواړه د ملي اردو اساسي صنفونه دي.

محمد رادمنش وویل:

"که موږ په راتلونکو کلونو کې د خپلو امنیتي ځواکونو دا دوه مهم صنفونه ښه وروزو او تجهیز کړو، یقیناً چې په افغانستان کې به د هغو تروریستانو پرضد چې له بهره یې نیابتي جګړه دلته روانه کړې، ستر بري ته ورسېږو ځکه دا دواړه د ملي اردو اساسي صنفونه دي."

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې پرون د یو شمېر امریکايي چارواکو په حواله ولیکل چې امریکا د افغانستان د جګړې په نوې کړنلاره کې په پام کې لري چې د هغو پوځيانو شمېر زیات کړي چې د افغانستان له ملي اردو سره د ترورېزم ضد عملیاتو کې همکاري وکړي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وویل چې تردې وروسته به د ملي اردو کوماندو او هوايي ځواک له ترورېزم سره په مبارزه کې اساسي رول ولري.

محمد رادمنش زیاته کړه:

"زموږ کوماندو عسکرو له ترورېزم سره په مبارزه کې، تل اوله خبره کړې ده او تر اوسه، موږ له تروریستانو سره په جګړه کې په ټولو جبهو کې، د کوماندو ځواکونو په مرسته بریالي شوي یو، هوايي قواوې د دې لپاره ضروري دي چې په کم وخت کې کوماندو ځواکونه د عملیاتو سیمو ته ورسوي، یقیناً که زموږ هوايي ځواک رادار، راکټ ویشتونکي، دافع هوا توپچی او د بمبارد او ښکار الوتکې ولري د افغانستان جغرافیا به مصئونه شي."

«پیاوړی هوايي ځواک مو د بري تر بریده رسولی شي»
«پیاوړی هوايي ځواک مو د بري تر بریده رسولی شي»

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره اوسمهال د افغانستان د جګړې پر ستراتیژۍ کار کوي چې د جولاي میاشتې تر نیمايي به اعلان شي او افغانستان ته د زرګونو نورو عسکرو د استولو امکان هم پکې شامل دی.

د ناټو تړون د اروپايي غړو د دفاع وزیرانو هم په خپله وروستۍ غونډه کې افغانستان ته د نورو ځواکونو داستولو اعلان وکړ.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل چې دا به په دې معنی نه وي چې عسکر به یې یو وار بیا له تروریستانو او وسله والو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ښکېل وي بلکې د افغانستان د هوايي قواوو او کوماندو ځواک د ملاتړ ستراتيژۍ ته به دوام ورکوي.

دا لا نده څرګند شوې چې د ناټو څومره پوځيان به افغانستان ته واستول شي خو په کابل کې د بریتانیې سفارت ویلي چې لږترلږه ۸۵پوځي سلاکاران یې افغانستان ته ځي.

د مونتې نګرو دفاع وزیر هم پرون وویل چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر زیاتوي.

د مونتې نګرو دفاع وزیر خبریالانو ته څرګنده کړه چې په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر به تر لس فیصده زیات کړي خو هغوی به د قوماندې په مرکز کې وي او په مخامخ جګړه کې به ګډون نه کوي.

XS
SM
MD
LG