د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۲

چک جمهوریت غواړي چې ۱۰۰ افغان پیلوټان وروزي


چک غواړي د هغو افغان پوځي پیلوټانو شمېرله پنځوسو سلو تنو ته پورته کړي چې د دې هېواد له خوا روزنه ورکول کېږي.

دا خبره د چک صدراعظم په کابل کې له افغان ولسمشر سره په لیدنه کې کړې.

افغان ولسمشر له دې چکي چارواکې غوښتي چې د افغانستان د هوايي ځواک د هلیکوپټرو په ترمیم کې دې ورسره مرسته وکړي.

د چک صدرعظم وايي، د افغانستان د هوايي ځواک لپاره د پیلوټانو د روزنې په برخه کې به خپله همکاري زیاته کړي.

بوسلاف سوبوتکا د افغان ولسمشر سره په لیدنه کې ژمنه کړې چې د هغو پیلوټانو شمېربه له پنځوسو تنو څخه سلو ته پورته کړي چې د چک په جمهوریت کې د افغانستان د هوايي ځواک لپاره روزل کېږي.

نوموړي چې د یو هییت په مشرۍ افغانستان ته تللې و پرون یې په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني او اجرایه ریس عبدالله عبدالله سره په جلا جلا توګه خبرې کړي دي.

د چک صدراعظم افغان ولسمشر سره په لیدنه کې همدارنګه ویلي چې هېواد یې غواړي د چک او افغانستان ترمنځ د اړیکو د لا ټینګښت لپاره په مزارشریف کې قونسلګري پرانیزي.

د چک صدراعظم افغان ولسمشر سره په لیدنه کې همدارنګه ویلي چې هېواد یې غواړي د چک او افغانستان ترمنځ د اړیکو د لا ټینګښت لپاره په مزارشریف کې قونسلګري پرانیزي.
د چک صدراعظم افغان ولسمشر سره په لیدنه کې همدارنګه ویلي چې هېواد یې غواړي د چک او افغانستان ترمنځ د اړیکو د لا ټینګښت لپاره په مزارشریف کې قونسلګري پرانیزي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې په دې لیدنه کې ولسمشرغني د چک له صدراعظم څخه وغوښتل یو تخنیکې ټیم دې افغانستان ته واستوي څو د افغانستان د هوايي ځواک د هلیکوپټرو په ترمیم کې ورسره مرسته وکړي.

د چک صدراعظم ژمنه کړې چې د دې هېواد د دفاع وزارت یو پلاوی به په نژدې ورځو کې کابل ته سفر وکړي او له افغان چارواکو سره به د امنیتي مسلو او ګډو همکارېو په اړه وغږیږي.

د ارګ څخه خپره شوې خبر پاڼه وايي چې افغان ولسمشرد چک د جمهوریت له صدراعظمه دا هم وغوښتل چې چکي سوداګر او پانګوال دې په افغانستان کې د سوداګرۍ، د ښارجوړونې او نورو زیر بنايي برخو کې پانګونې ته وهڅوي.

بوسلاف سوبوتکا ولسمشر اشرف غني د چک د سفر بلنه ورکړې چې د ارګ د خبرپاڼې په وینا افغان ولسمشر منلې ده.

د چک صدراعظم په کابل کې د افغان حکومت له اجرایه ریس عبدالله عبدالله سره هم لیدلي.

د اجرایه ریس د ویندوې دفتر وايي چې دواړو لورو په اقتصادي همکاریو، د سولې په خبرو اترو او د افغانستان په اړه د وارسا او بروکسل پر راتلونکو کنفرانسونو خپلو کې خبرې کړې دي.

د اجرایه ریس له دفتر خپره شوې خبرپاڼه وايي چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د افغانستان او چک جمهوریت اړیکې تاریخې وبللې او د یو بل سره د همکارېو د پراخولو په لارو چارو وغږیدل.

خبرپاڼه زیاتوي چې د چک صدراعظم په کابل کې وروستۍ خونړۍ حمله وغندله او ویې ویل چې هېواد یو باثباته او امن افغانستان غواړي او چمتو دی چې د افغانستان په اقتصادي پیاوړتیا کې له دې هېواد سره همکاري زیاته کړه.

بوسلاف سوبوتکا افغان اجرایه ریس ته ویلي، چک جمهوریت چمتو دی چې د پوهنې به برخه او نورو زیر بنايي پروژو کې پانګونه وکړي.

په دې لیدنه کې افغان او چکي لورو موافقه کړې چې د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو په سطحه شریک کمېسیونونه جوړ کړي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارېو د زیاتیدو زمینې وڅیړې.

د چک صدراعظم افغانستان ته د خپل دې سفر پر مهال دغلته په باګرام او کابل کې د ناټو تر قومندې لاندې له دیره چکي سرتیرو سره هم کتلي دي.

د یادونې وړ ده چې دا مهال په افغانستان کې ۲۵۰ چکي سرتیري پاتې دي او د چک حکومت غواړي چې په همدې شمېر سرتیري تر ۲۰۱۸ میلادي کال پورې په افغانستان کې وساتي.

XS
SM
MD
LG