د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

نیکولسن: د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت له ځنډ سره مخ شوی


جنرال نیکولسن
جنرال نیکولسن

په افغانستان کې د ناټو نوي امریکايي قومندان وايي، په ۲۰۱۵ میلادي کال کې سختو جګړو او د افغان ځواکونو درنو تلفاتو، د ناټو د روزنې ماموریت له خنډ او ځنډ سره مخ کړی.

جان نیکولسن په افغانستان کې له ټاکل کېدو را وروسته په خپلې لومړۍ مرکې کې پرون دوشنبې د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دا مهال د ناټو هغه هڅې چې غواړي په افغانستان کې یو پر ځان ډاډه امنیتي ځواک وروزې له ټاکلي مهال ویش شاته پاتې دي.

په افغانستان کې د ۲۰۱۵ میلادي کال د سختو جګړو اغیزې او د دښمن د بڼې بدلیدل په دې هېواد کې د نوي امریکايي قومندان له خوا د وضعیت د لومړنۍ ارزونې مهمه برخه جوړوي.

جنرال نیکولسن رویټرز خبري اژانس ته ویلي:

د سختې جګړې څخه ډک کال او افغان امنیتي ځواکونو ته اوښتې درنې مرګ ژوبلې د ناټو له خوا د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره جوړ شوی مهال ویش له ستونزو سره مخ کړی او موږ باید په دې برخه کې پر خپلو ارزونو بیا غور وکړو.

دې امریکايي جنرال چې نوی یې په افغانستان کې کار پیل کړی د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، یوازې د افغان امنیتي ځواکونو د درنو تلفاتو ستونزه نه ده چې د هغو ځای ډکول او نوي روزل شوي کسان غواړي، بلکې دا هم یو حقیقت دی چې افغان سرتېرو ټول کال په جګړه کې تېر کړ او روزنه یې پر ځای ولاړه وه چې دې هم موږ په خپلو هغو طرحو کې چې د افغان اردو او پولیس د ودې او د دوی د مسلکي وړتیاوو د زیاتیدو لپاره مو درلودلې شاته پرېښودو.

په ۲۰۰۹ میلادي کال کې جنرال مک کرسټال په افغانستان کې د اضافي امریکايي سرتېرو سپارښتنه وکړه
په ۲۰۰۹ میلادي کال کې جنرال مک کرسټال په افغانستان کې د اضافي امریکايي سرتېرو سپارښتنه وکړه

د رویټرز خبري اژانس وايي، جنرال نیکولسن د خپلې هغې ۹۰ ورځنۍ ارزونې په دریمه برخه کې دی چې نوموړې به یې د جون په میاشت کې په واشنګټن کې نتایج وړاندې کړي.

د راپور په وینا دا به له هغې راوروسته چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې جنرال مک کرسټال په افغانستان کې د اضافي امریکايي سرتېرو سپارښتنه وکړه او ورسره د امریکايي سرتیرو شمېر په دې هېواد کې ۱۰۰ زرو ته ورسیده مهمه ارزونه وي.

جنرال جان نیکولسن په دې مرکه کې ویلي، په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په جګړو کې پنځه نیم زره افغان سرتېري وژل شوي او تر ۱۴زرو زیات نور ټپیان شوي دي چې دې مرګ ژوبلې د ناټو د روزنې او ملاتړ ماموریت اغیزمن کړی.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان د لغمان په ګمبیري دښته کې د افغانستان د ملي اردو د روزنې له یو لوی کمپ ته تر سفر وروسته وویل، دومره درانه تلفات د هر ډول پوځ لپاره لوی زیان دی او بیا افغان اردو چې ځوانه او لا هم د ودې په حال کې ده.

د نوموړې په وینا د افغانستان اردو ماته نه ده خو کله چې د ناټو مشران له افغانستانه د وتلو په اړه پریکړه کوي باید د دوی دا درنه مرګ ژوبله په نظر کې ولري.

جنرال نیکولسن وايي، څو نور کلونه پکار دي چې د افغانستان نوی په الوت راغلی هوايي ځواک پراخه او ښه وروزل شي.
جنرال نیکولسن وايي، څو نور کلونه پکار دي چې د افغانستان نوی په الوت راغلی هوايي ځواک پراخه او ښه وروزل شي.

جنرال نیکولسن وايي، څو نور کلونه پکار دي چې د افغانستان نوی په الوت راغلی هوايي ځواک پراخه او ښه وروزل شي.

نوموړي وویل، په دې برخه کې هم سختې جګړې د ناټو د روزنې په هڅو اغیز کړی او زیاته یې کړه:

هغه پیلوټان چې موږ یې روزو مستیقم جګړې ته ځي او د جګړې چټکتیا د روزنې د چټکتیا په پرتله زیاته ده.

جنرال نیکولسن ویلي تر هغې چې افغان هوايي ځواک په بشپړه توګه فعالیږي افغانان له زیاتیدونکي خطر سره مخ دي.

د یادونې وړ ده چې دا مهال په افغانستان کې ۹۸۰۰ امریکايي سرتېري پاتې دي او که د ولسمشر بارک اوباما له خوا ورکړل شوی پلان عملي شي نو د راتلونکي میلادي کال په پیل کې به دا شمېر پنځه نیم زرو تنو ته راکم شي.

راپور: اجمل اند

XS
SM
MD
LG