د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۳

"د کندز د پېښې په اړه د جنرال نیکولسن بخښنه صادقانه وه"


جنرال نیکولسن
جنرال نیکولسن

نیویارک ټایمز:

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قومندان د هغې بخښنې په اړه لیکنه کړې چې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د بمبارۍ له کبله یې غوښتې ده.

د ورځپاڼې په وینا د جنرال نیکولسن بخښنه غوښتل، د کوم قید او شرط پرته او صادقانه وه. د خپلې میرمنې سره د قربانیانو کورنیو ته د نوموړې ورتلو وښوده چې دې بخښنې غوښتلو کې یو شخصي عنصر موجود و.

ورځپاڼه زیاتوي، په افغانستان کې د امریکا نوي قومندان د پخوانی قومندان جنرال کېمپبل برعکس عمل کړی، ځکه جان کېمپبل د مستقیمې بخښنې له غوښتو ډډه کړې وه.

خو نیویارک ټایمز دا هم لیکي چې د امریکايي جنرال د صمیمانه الفاظو او بخښنې غوښتو سربیره هم د قربانیانو کورنۍ له دې خوشاله نه وي چې افغان چارواکي دې د دوی په استازیتوب د نوموړې بخښنه ومني.

پردې سربیره د بې پولې ډاکټرانو د ټولنې لپاره هم دا بخښنه بس نه ده، ځکه دې ټولنې په کندز کې د دې پېښې په اړه چې ۴۲ روغتیايي کارکوونکي او ناروغان په کې وژل شوي د خپلواکو څیړنو غوښتنه کړې.

د بشري حقونو د څار د سازمان خپرونه:

د بشري حقونو د څار د سازمان خپرونې بیا په خپلې وروستۍ ګڼې کې د افغانستان د ښوونځیو په اړه یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی:

د افغانستان له ښوونځیو څخه باید د جګړې د ډګرپه توګه کار وانه خیستل شي.

خپرونې د ولسمشر اشرف غني هغو څرګندونو ته اشاره کړې چې د نوې تعلیمي کال د پیل په مناسبت یې وکړي او ویې ویل پوهنه کولای شي د افغانستان د نوي نسل ژوند بدل کړي.

خپرونه زیاتوي دا کار هله ممکن دی چې افغان امنیتي ځواکونه له ښوونځیو څخه پوځي ګټه وانه خلي او پریږدي چې زده کوونکي خپلو ټولګیو ته ولاړ شي.

د بشري حقونو د څار د سازمان خپرونه د ملګرو ملتونو یو راپور ته اشاره کوي چې په کې ویل شوي په ۲۰۱۵میلادي کال کې له ښوونځیو څخه د پوځي استفادې له شلو ډیرې پېښې ثبت شوي چې په ۱۵ پېښو کې د افغانستان امنیتي ځواکونه ښکېل وو.

خپرونه وايي، له ښونځیو پوځي ګټه اخیستل په دې معنی دی چې ټولګي، د لوبو میدانونه او یا د ښونځیو نور امکانات د پوځي هدف یا د وسلو د ځای پرځای کولو لپاره وکارول شي چې دا کار ښوونځي د مقابل لوري لپاره په یو هدف بدلوي.

ټایمز:

له لندنه خپریدونکې ټایمز ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې د افغان کډوالو په اړه یو راپور کې ویلي: ترکېه افغان کډوال بیرته خپل هېواد ته استوي څو له وحشت سره مخ شي.

ورځپاڼه لیکي:

په همدې اوونۍ کې د ترکېې ساحلي ساتونکو یوه ډله افغانان یونان ته له تلو منعه کړل، ویې نیول او په ترکېه کې یې د هغوی د پناه غوښتنه هم رد کړه.

که څه هم ترکېې له اروپايي ټولنې سره په خپله خاوره کې د کډوالو د ساتلو یوه موافقه لاسلیک کړې، خو د ورځپاڼې په وینا مخکې له دې چې د کاغذ پر مخ د دې موافقې رنګ وچ شي ترکېې یو شمېر افغانان له خپلې خاورې ایستلي او افغانستان ته یې استولي.

ورځپاڼه وايي، د دې کسانو په استولو کې دې ته هیڅ پام نه دی شوی چې دوی په خپل هېواد کې څه ستونزو سره مخ کېدای شي.

ورځپاڼه وايي، دا افغانان له نیول کېدو څلور ورځې وروسته او پرته له دې چې د پنا غوښتنې ته یې پام وشي په یوې الوتکه کې کابل ته لیږل شوي دي.

چمتو کوونکی: اجمل اند

XS
SM
MD
LG