د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

نیکولسن: د وسله والو مخالفینو لپاره پلانونه لرم


په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو تازه ګومارل شوی قوماندان جان مېک نیکولسن
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو تازه ګومارل شوی قوماندان جان مېک نیکولسن

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو تازه ګومارل شوی قوماندان وايي، د وسله والو مخالفینو لپاره پلانونه لري.

جان مېک نیکولسن چې د چهارشنبې په ورځ یې په افغانستان کې دنده پیل کړه وايي، طالبانو افغانانو ته د درد او مشقت له ورکولو پرته هېڅ نه دي کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر معصوم ستانکزی بیا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له افغان ځواکونو د نړۍ ملاتړ مهم بولي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت قومانداني نن رسماً له جان اف کمپبل څخه جان مېک نیکولسن ته وسپارل شوه.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت پخوانی قوماندان جنرال جان اف کمپبل په کابل کې د قوماندې د سپارلو په غونډه کې وویل چې افغان ځواکونه ډېر پیاوړي شوي او له خپلې خاورې دفاع کولای شي.

کمپبل وايي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د موجودیت له کبله په بېلابېلو برخو کې ګڼ پرمختګونه شوي او باید خوندي وساتل شي.

ښاغلي کمپبل زیاته کړه:

"افغان امنیتي ځواکونه قاطعانه د امنیتي عملیاتو رهبري په لاس کې لري، د ملي يووالي حکومت د جوړېدو او زموږ د قاطع ملاتړ مأموریت په یو کلنه موده کې دا مهمه ده یاده کړو چې دلته څه شوي دي. د افغان امنیتي پوځ له عمره یوازې ۱۰ کاله کېږي خو په نړۍ کې د پرمختللو پوځونو په شان پروسو او سیسټمونو څخه برخمن دي."

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت نوي قوماندان جان نیکولسن له افغان امنیتي ځواکونو د هر اړخیزې همکارۍ ترڅنګ له ترهګرۍ سره پر جدي مبارزې ټينګار وکړ.

نیکولسن وايي، دی د وسله والو مخالفینو او په خاصه توګه له طالبانو سره د مبارزې په برخه کې ځانګړي پلانونونه لري.

هغه زیاته کړه:

"زه نن نه غواړم چې د خپلو دښمنانو په اړه ډېر څه ووایم زه به د دوی په اړه ډېر څه په راتلونکي کې ووایم زما لنډ پیغام دا دی چې زه تاسو پېژنم تاسو افغانانو ته له مشقت او درد پرته بل څه نه دي ورکړي دا د افغانستان خلک دي چې د دغې جګړې اصلي اتلان دي."

جان اف کمپبل ۱۸ میاشتې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د مأموریت قوماندان و، تر هغه مخکې ډانفورډ په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان و خو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې کله چې د ناټو مأموریت بدل شو او د غوڅ ملاتړ مأموریت پیل شو جان کمپبل یې د قوماندان په توګه وګمارل شو.

دا مهال په افغانستان کې ۹۸۰۰ امریکايي پوځیان مېشت دي او دغه ځواکونه تر ډېره افغان ځواکونو ته د روزنې چارې پرمخ وړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر معصوم ستانکزی بیا د غوڅ ملاتړ مأموریت خورا مهم بولي او له افغان ځواکونو د بهرنیو ځواکونو پر ملاتړ ټینګار کوي.

په کابل کې د غوڅ ملاتړ د مأموریت د قوماندې د تبدیلېدو په مراسمو کې د نورو مېلمنو ترڅنګ د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف او د امریکا لوی درستیز جنرال جوزېف ډانفورډ هم برخه اخیستې وه.

په کابل کې د غوڅ ملاتړ مأموریت چارواکي په داسې حال کې له طالبانو سره د مبارزې په برخه کې د نوي پلانونو خبره کوي چې ټاکل شوې په روانه اوونۍ کې له طالبانو سره د سولې احتمالي خبرې پیل شي خو طالبانو په دغه احتمالي خبرو کې د ګډون په اړه څه نه دي ویلي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG