د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

وردګ: ۱۳۹۵ کال کې به افغان هوايي ځواک ډېر مؤثر او سنبال وي


د افغانستان د هوايي ځواکونو قوماندانډ ډګر جنرال عبدالوهاب وردګ وايي، په ۱۳۹۵ میلادي کال کې به د افغانستان هوايي ځواک د پخوا په مقایسه ډېر مؤثر او سنبال وي.

ډګر جنرال عبدالوهاب وردګ وايي، د افغان هوايي ځواک هغه ستونزې چې په ۱۳۹۴ هجري لمریز کال کې ورسره مخامخ وو په نوي هجري کال کې تر ډېره کمې شوې دي.

د افغانستان د هوايي ځواک قوماندان چې په یو رسمي سفر د چک جمهوریت کې دی، د ازادي راډیو، مشال څانګې ته وویل، دا مهال د افغانستان په شپږو قول اردوګانو او درې فرقو کې جنګي او ترانسپورټي الوتکې موجودې دي او هره ګړۍ چمتو دي چې د قوماندې سره سم عملیات ترسره کړي.

نوموړي په دې برخه کې په ځانګړي توګه د شپې له خوا الوتنو ته اشاره وکړه چې د ده په وینا اوس افغان هوايي ځواک د دې وړتیا ترلاسه کړې.

دا چې په یو کال کې د افغان هوايي ځواک په مؤثریت کې څنګه داسې بدلون راغی، ښاغلی وردګ وايي:

د افغانستان د هوايي ځواکونو قوماندان، ډګر جنرال عبدالوهاب وردګ؛ موږ په دې یو کال کې هم تعلیم او تربیې ته ډېره پاملرنه وکړه.
د افغانستان د هوايي ځواکونو قوماندان، ډګر جنرال عبدالوهاب وردګ؛ موږ په دې یو کال کې هم تعلیم او تربیې ته ډېره پاملرنه وکړه.

"مږ په دې یو کال کې هم تعلیم او تربیې ته ډېره پاملرنه وکړه، هم نوې «A-۲۹» الوتکې راغلې همدارنګه هندوستان د «Mi-۲۴» الوتکو مرسته وکړه، همداراز مو په «Mi-۱۷» الوتکو کې له یو ښه تکتیک څخه کار اخیستی چې هغه مخکې په توپونو سنبالې وې اوس مو په کې راکټونه نصب کړي دي."

ډګر جنرال عبدالوهاب وردګ د «A-۲۹» الوتکو په اړه وویل چې دا په پرمختللي کمپیوټري سیسټم سنبالې الوتکې دي چې د لیزر په وسیله بریدونه رهبري کوي.

نوموړي وویل د دې الوتکو اته تنه پیلوټان په امریکا کې له روزنې وروسته کابل ته ستانه شوي او له دې الوتکو څخه اته دانې به د اپریل له نیمايي وروسته رسماً الوتنې پیل کړي.

د هوايي عملیاتو پر مهال د ولسي خلکو مرګ ژوبله تل یوه مهمه اندېښنه ده.

په تېرو کلونو کې وخت پر وخت په افغانستان کې د ناټو په هوايي بمباریو کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې راپورونه خپاره شوي دي.

نیروی هوایی ایالات متحده امریکا
نیروی هوایی ایالات متحده امریکا

افغان هوايي ځواک د عملیاتو پر مهال څومره د ملکي خوندیتوب لپاره چمتو دی؟ ډګر جنرال عبدالوهاب وردګ د دې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د هوايي ځواک پرسونل د ولسي وګړو د خوندیتوب په برخه کې ځانګړې حقوقي او پرمختللې تخنیکي روزنې ترلاسه کړي دي.

نوموړي زیاته کړه دوی په هغو اهدافو له درنو وسلو کارولو هم ډډه کوي چې ولسي خلک ورته نږدې وي.

دی زیاتوي:

"هم د ستر درستیز او دفاع وزارت څخه دا هدایت راکړل شوی او موږ هم ټولو قطعاتو ته ویلي چې پر هغو اهدافو باید درنې وسلې ونه کارول شي چې ولسي خلک ورته نږدې دي، څو ولسي خلکو ته زیان ونه رسېږي."

نوموړي پر دې سربېره وویل چې دوی دا مهال د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د عملیاتو جوګه دي خو دا په دې معنی نه ده چې د افغان هوايي ځواک ستونزې یو مخ هوارې شوي دي.

د افغانستان د هوايي ځواک پيلوټان او الوتکې
د افغانستان د هوايي ځواک پيلوټان او الوتکې

جنرال وردګ د تجهیزاتو، د الوتکو د پرزو او ترمیم او همدارنګه نورو مؤثرو الوتکو په لرلو کې ستونزو ته ګوته ونیوله او هیله یې څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکې کې به په دې برخه کې هم شته نیمګړتیاوې پوره شي.

XS
SM
MD
LG